د نائجېريا د زمفارا ايالت پوليسو د تښتوونكو څخه 24 تښتول شوي كسان راخوشي كړل

ابوجا 20 فروري (اے پي پي) د نائجېريا د زمفارا ايالت پوليسو د تښتوونكو څخه 24 تښتول شوي كسان راخوشي كړي دي. د چينائي مېډيا له مخې د زمفارا د پوليسو وياند محمد شيهو وئيلي دي چې د ايالت په غرګور ګوراوا كلي وسله والو د بريد په مهال 24 كسان تښتولي وو چې پكښې يو اووه كلن ماشوم هم شامل و. ده ووئيل چې د امنيتي ځواكونو او تښتوونكو ترمېنځه د څو ساعته نښتو نه پس 24 تښتول شوي كسان راخوشي كړې شوي دي.