د كوېت د پارلمان غړو كوېت ته د بي جے پي د غړو په داخله د بندېز لګولو غوښتنه وكړه

اسلام آباد 19فروری (اے پي پي﴾ د كوېت د پارلمان غړو كوېت ته د بي جے پي د غړو په داخله د بندېز لګولو غوښتنه كړې. د پارلمان يوولس غړو د قومي اسمبلۍ سپيكر ته په خط ليكلې چې پكښې هغه په هند كښې د واكمن ګوند بي جے پي لخوا د مسلم اقليت په ضد د كېدونكو ظلمونو په اړه خبر كړے شوے. د خالي په ورځ په يو …

اسلام آباد 19فروری (اے پي پي﴾ د كوېت د پارلمان غړو كوېت ته د بي جے پي د غړو په داخله د بندېز لګولو غوښتنه كړې. د پارلمان يوولس غړو د قومي اسمبلۍ سپيكر ته په خط ليكلې چې پكښې هغه په هند كښې د واكمن ګوند بي جے پي لخوا د مسلم اقليت په ضد د كېدونكو ظلمونو په اړه خبر كړے شوے. د خالي په ورځ په يو ټويټ كښې دوي وئيلي دي چې مونږ په مسلمانانو جينكو كېدونكې ظلم نه شو زغملې، دا د اسلامي امت د يو كېدو وخت دے. دوي وئيلي دي چې مسلمانې زده كوونكې حجاب سره په تعليمي ادارو كښې نه پرېښودل كېږي. د كوېت كاركنان د هند په كرناټك ايالت كښې په حجاب د بندېز نه پس د مسلمانانو مېرمنو په حق كښې تېره اونې د كوېت سټي په اراده سكوائر كښې راټول شوي وو. بل خوا د اسلامي آئيني تحريك د مېرمنو څانګې هم په كوېت كښې د هندي سفارت په وړاندې په هند كښې په سكولونو كښې د حجاب بندېز نه پس د مسلمانانو مېرمنو په ملاتړ كښې احتجاجي مظاهره كړې ده.