خبريال اطهر متين خاور ته وسپارل شو، د جنازې په لمونځ كښې د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ګډون

كراچې 19فروری (اے پي پي﴾ خبرال اطهر متين د ياسين آباد په اديره كښې خاور ته وسپارل شو. د ارواښاد د جنازې لمونځ په صديق اكبر جمات كلفټن بلاك 5 كښې ادا كړے شو. د جنازې په لمونځ كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي، د پيپلز ګوند لارښود سعيد غني، ډاكټر فاروق ستار، د جماعت اسلامي كراچې امير حافظ نعيم الرحمان، د پاك سرزمين پارټۍ لارښود ارشد وهره، د اېم كيو اېم پاكستان لارښود عامر خان، د پي اېف يو جے صدر جي اېم جمالي، د كراچې يونين آف جرنلسټ صدر اعجاز احمد او نورو ګډون وكړو. سينئر پروډيوسر اطھر متين د جمعې په ورځ وګړې د شوكې نه د بچ كولو په مهال شهيد شوے و.