په افغانستان كښې د ټرافيك په دوه بېلا بېلو پېښو كښې 3 كسان مړه او 14 ژوبل شوي

كابل 19فروری (اے پي پي) په افغانستان كښې د ټرافيك په دوه بېلا بېلو پېښو كښې 3 كسان مړه او 14 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې يو ځائي چارواكو سيد يوسف وئيلي دي چې د هېواد د شمالي تخار ايالت په خواجه غار ولسوالې كښې تېره شپه په يوه ټرافيكي پېښه كښې درې كسان مړه او دوه ژوبل شوي دي. بله پېښه پايه تخت كابل شمالي ايالتونو …

كابل 19فروری (اے پي پي) په افغانستان كښې د ټرافيك په دوه بېلا بېلو پېښو كښې 3 كسان مړه او 14 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې يو ځائي چارواكو سيد يوسف وئيلي دي چې د هېواد د شمالي تخار ايالت په خواجه غار ولسوالې كښې تېره شپه په يوه ټرافيكي پېښه كښې درې كسان مړه او دوه ژوبل شوي دي. بله پېښه پايه تخت كابل شمالي ايالتونو سره په تړونكې سالنګ لاره هغه مهال رامېنځ ته شوې كله چې د مسافرو يو بس د بل پلو به راروان ټرك سره ټكر شو او په نتيجه كښې ئې 12 كسان ژوبل شول.