هند د فاټا٬بلوچستان او د كراچۍ په اړي ګړي كښې ككړ دے٬د هند رياستي ترهه ګري د غندنې وړ ده٬پاكستان د هند منفي عزائمو نه ښه خبر دے

اسلام آباد 01 جون (اے پی پی)د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي هند د فاټا٬بلوچستان او د كراچۍ په اړي ګړآ كاروائيو كښې ككړ دے٬د هند رياستي ترهه ګري د غندنې وړ ده٬پاكستان د هند منفي عزائمو نه ښه خبر دے٬كلبهوشن ياديو د پاكستان ادارو په تخريبي هلو ځلو كښې په ككړتيا نيولې دے٬مقبوضه كشمير كښې د هند ظالمانه كاروائيو څخه نړيواله ورورولي خبر كړی شوې٬د …

اسلام آباد 01 جون (اے پی پی)د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي هند د فاټا٬بلوچستان او د كراچۍ په اړي ګړآ كاروائيو كښې ككړ دے٬د هند رياستي ترهه ګري د غندنې وړ ده٬پاكستان د هند منفي عزائمو نه ښه خبر دے٬كلبهوشن ياديو د پاكستان ادارو په تخريبي هلو ځلو كښې په ككړتيا نيولې دے٬مقبوضه كشمير كښې د هند ظالمانه كاروائيو څخه نړيواله ورورولي خبر كړی شوې٬د كشميريانو سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ به روان ساتلې شي٬د افغان استخبارتي ايجنسۍ ترهه ګرۍ هلو ځلو څخه هم پاكستان نړيواله ورورولي خبر كړې ده۔د زيارت په ورځ سېنېټ كښې د سناتور سحر كامران د پام راګرځونې نوټس پھ ځواب كښې ده ووئيل د افغانستان په ننګرهار ولايت كښې د امريكې لخوا د نړۍ تر ټولو لوي بمي بريد كښې د هند د 15 وګړو وژنې پھ اړه اګر چې شكېره ختمې نه ده خو هند په پاكستان كښې په تخريبي هلو ځلو كښې ككړ دے٬ ده ووئېل د هند رياستي ترهه ګري د غندنې وړ ده او نړيواله ورورولي او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر٬د او آئي سي عمومي سېكتر او د سلامتي كونسل صدر له په دې حقله شواهد او دستاويزات وركړې شوي۔ده ووئيل د افغان استخبارتي ايجنسۍ ترهه ګرۍ هلو ځلو څخه هم پاكستان نړيواله ورورولي خبر كړی ده۔ده ووئيل د هند استخبارتي ايجنسي”را”غړې او د هند بحريه حاضر سروس آفيسر كلبهوشن ياديو په پاكستان كښې په تخريبي هلو ځلو كښې كاكړ پاتې شوې او د پاكستان ادارو هغه نيولې دے ۔ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې د برهان واني د شهادت نه وروستو د هند ظلمونه زيات شوي ٬ ده ووئېل د مقبوضه كشمير اولس پھ وادي كښې شويو ټاكنو څخه بائيكاټ كولو هند له ښكاره پیغام وركړی۔د هند په رياستي ترهه ګرۍ كښې تراوسه ګڼ شمېر كسان شهيدان شوي ده ٬ ده ووئېل هغوي بې ګناه كشميريان د انساني ډال په توګه هم كاروي او يو ځوان يې د ډهال په توګه ميجر له اعزازي وركړی كېږې او د هند سرلښكر په دې اړه بيان د دې خبرې ثبوت دے چې د هند حكومت د دې پیښو په ښكاره توګه سرپرستي كوي۔سرتاج عزيز ووئېل مونږ د هند ظالمانه كاروائيو غندنه كوو۔د ناروے پخوانې وزيراعظم او د او آئي سي پلاوي هم آزاد كشمير ته تللي او حقائق ئې معلوم كړي۔ ده ووئېل پاكستان به د كشميريانو سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي

مزید خبریں