برازيليا 19فروری (اے پي پي) په برازيل كښې د سېلاب او زمكې ښوئېدنې په پېښو كښې د مړو كسانو شمېره 130 ته رسېدلې او 200 كسان لا هم بې دركه دي. د چينائي مېډيا له مخې د برازيل چارواكو وئيلي دي چې په برازيل كښې د سختو بارانونو نه پس په ګن شمېر سيمو كښې سېلاب راغلې او پكښې ګڼ شمېر كورونه تباه شوي او يو شمېر ګاډي سېلاب وړي …
په برازيل كښې د سېلاب او زمكې ښوئېدنې په پېښو كښې د مړو كسانو شمېره 130 ته رسېدلې، 200 كسان لا هم بې دركه دي

مزید خبریں
برازيليا 19فروری (اے پي پي) په برازيل كښې د سېلاب او زمكې ښوئېدنې په پېښو كښې د مړو كسانو شمېره 130 ته رسېدلې او 200 كسان لا هم بې دركه دي. د چينائي مېډيا له مخې د برازيل چارواكو وئيلي دي چې په برازيل كښې د سختو بارانونو نه پس په ګن شمېر سيمو كښې سېلاب راغلې او پكښې ګڼ شمېر كورونه تباه شوي او يو شمېر ګاډي سېلاب وړي دي. د سېلاب او زمكې ښوئېدنې په پېښو كښې 130 كسان مړه او 200 بې دركه شوي دي او ګڼ شمېر خلق بې كوره شوي دي. په ځپليو سيمو كښې د مرستې چارې روانې دي. د برازيل حكومت بېړنې مرستې لپاره د 95 مليونه ډالرو جاري كولو پرېكړه كړې ده.










