د روانو پروژو بشپړېدو سره به د 2018 په ابتدا كښې نېشنل ګرډ كښې زياته برېښنا شامله كړې شي

اسلام آباد 01 جون (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي حكومت د انرژۍ مسئله تر هر څه وړومبې حل كولو له لوظي دے٬د روانو پروژو بشپړېدو سره به د 2018 په ابتدا كښې پھ نېشنل ګرډ كښې زياته برېښنا شامله كړې شي كومې څخه به چې لوډشېډنګ كم شي۔هغه د توان چارو په اړه د جاج اخستو لپاره د اعلٰی كچ غونډې مشري كوله۔غونډه كښې …

اسلام آباد 01 جون (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي حكومت د انرژۍ مسئله تر هر څه وړومبې حل كولو له لوظي دے٬د روانو پروژو بشپړېدو سره به د 2018 په ابتدا كښې پھ نېشنل ګرډ كښې زياته برېښنا شامله كړې شي كومې څخه به چې لوډشېډنګ كم شي۔هغه د توان چارو په اړه د جاج اخستو لپاره د اعلٰی كچ غونډې مشري كوله۔غونډه كښې د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف٬د پیټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي٬د وزيراعظم سېكتر٬د خزانې سېكتر٬د اوبو اوبرېښنا سېكتر٬د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر٬د تجارت سېكتر او نورو اړوندو چارواكو هم ګډون كولو۔د اوبو او برېښنا سېكتر غونډه هېواد كښې د برېښنا طلب او رسد وضعې پھ اړه خبر كړه۔ده ووئيل ټول پاور كمپنو ته سپارښتنه شوې چې د غېر اعلانيه لوډشېډنګ څخه ډډه وكړې۔ده ووئيل ګرد هېواد كښې د روانې ګرمۍ اوسنيو چپو له امله د برېښنا طلب زيات شوې خو خلقو ته د آسانيو لپاره لوډ لوډمنيجمنټ تر سره كولې شي ۔ده غونډې ته د د برېښنا روانو بېلو پروژو په اړه بريفنګ وركړو۔د خزانې وزير اسحاق ډار په اړوندو چارواكو زور راوړو چې د برېښنا روانې پروژې په ټاكلې موده كښې دننه بشپړول باوري كړئ۔ده ووئيل د روژې مقدسې مياشتې پھ مهال په خاص توګه د روژه ماتي او پېشمني په مهال اولس ته د برېښنا ترسيل باوري كړئ

مزید خبریں