هند د سيمې امن او استحکام كښې د ټولو لوئ خنډ دے ٬ بايد د کشمیر مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل كړې شي ٬ په کنټرول لائن پرله پسې جارحیت او په بې ګناه كشميريانو ظلم د غندنې وړ دے ٬ د انتها خوښۍ ختمولو له حکومت٬ پارلماني غړي٬ سیاسی ګوندونه او علمی او تحقیقی ادارو له فعال کردار ترسره كولو ته اړتيا ده

اسلام آباد 01 جون(اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي هند د سيمې امن او استحکام كښې د ټولو لوئ خنډ دے ٬ بايد د کشمیر مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل كړې شي ٬ په کنټرول لائن پرله پسې جارحیت او په بې ګناه كشميريانو ظلم د غندنې وړ دے ٬ د انتها خوښۍ ختمولو له حکومت٬ پارلماني غړي٬ سیاسی ګوندونه او علمی او تحقیقی …

اسلام آباد 01 جون(اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي هند د سيمې امن او استحکام كښې د ټولو لوئ خنډ دے ٬ بايد د کشمیر مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل كړې شي ٬ په کنټرول لائن پرله پسې جارحیت او په بې ګناه كشميريانو ظلم د غندنې وړ دے ٬ د انتها خوښۍ ختمولو له حکومت٬ پارلماني غړي٬ سیاسی ګوندونه او علمی او تحقیقی ادارو له فعال کردار ترسره كولو ته اړتيا ده ٬ افغان قیادت ته په شريكه مرسته دپولې نظم او نسق ښه كولو بلنه وركوو ٬ د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ پروژه به ټولې سيمې له دپرمختګ او سوكالۍ ذریعه وګرځي ٬ پاکستان كښې شرح نمو د تيرو لسو كالو پھ لوړه كچه ده ٬ د زرمبادلې پانګې 23 ارب ډالره څخه زياتې شوي ٬ افراط زر كښې هم ښه والې راغلې ٬ نړيوالې ادارې هم د دې ښه والې اعتراف کوي، د غريبۍ ختمولو له پھ قامي كچه هلو ځلو ته اړتيا ده ٬ پاکستان په سفارتی میدان كښې كهمې کامیابۍ ترلاسه كړي، پاکستان د اسلامی نړۍ مسئلو حل له تل ښه کردار ترسره كړې، ملګرو ملتونو له سلامتی کونسل كښې اصلاحات ته اړتيا ده۔ د زيارت پھ ورځ د پارلمان شريكې غوندې ته خپل خطاب کښې اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د پاکستان جمهوریت كښې لوئ لاندې بانې راغلې۔ زمونږ جمهوریت د هر ډول آزمائش څخه تير شوې او د قام د عزم په سوب مونږ په هر ډګر بريالي شوې يو چې په نتيجه كښې ئې نن زمونږ پارلمان د خپل حقیقی مقصد ترلاسه كولو پلو کامیابۍ سره روان دے۔ ده ووئيل د سیاسی اختلافات سره د قامی اتحاد تر ټولو لوئ علامت جوړ شوے ٬ تاریخ كښې به دا کردار تل ياد ساتلې شي ٬ زه په دې تاسو ټولو او پاکستانی قام له مبارکي وركوم۔ اولس مشر ووئيل تاریخ كښې ځينې عناصرو د قام بيلو طبقو ترمينځه فرق کړې چې په نتيجه كښې ئې فرد او ریاست ترمينځه رشته کمزورې شوي ۔ اولس مشر ووئيل زما په نظر كښې بلوچستان او فاټا قامی دھائره كښې شاملولو له اقدامات هم د دې عمل برخه ده۔ ده ووئيل ظه هيله لرم چې د ټولنې هره طبقه به د خپلو ګټو څخه ځانله دې جذبې سره قامی تعمیر نو كښې بوښت وي۔اولس مشر ووئيل د تيرو څو لسيزو راهېس د غلطو پالیسو په سوب قیمتی وسائل بی دردۍ سره ضائع کړې شوي۔ ده ووئيل په دې شكر دے چې د زيان احساس لرو او د څه كولو جذبه هم۔ ده ووئيل د ریاست کاروبارې او سرمایه کارۍ ښې پالیسۍ ، بيل براعظمونه يو بل سره تړلو د يوې نوي نړۍ جوړيدو ذریعه ګرځيدونكي پاك چین اقتصادی راهدارۍ او د توان بحران ختمولو له د برېښنا پیداواري پروژې هم په دې لړ كښې يوه كړۍ ده۔اولس مشر ووئيل د پرمختګ عمل او په وسائل د حق په لړ كښې د قام د بيلو طبقو ترمينځه د رايو اختلاف پيدا كيدل غیر فطری نه بلكې زه دا ګڼنم چې داسې معاملات كښې د رايو اختلاف د خیر او برکت ذریعه ګرځي او د غلطیو د اصلاح لپاره لاره جوړه شي خوة دې سره دا هم ضروری ده چې د رايو اختلاف په انتشار كښې د بدلولو لاره د تګلاره سره بند كړې شي دغسې چې د قامی پرمختګ عمل متنازعه كولو ټولې هڅې شنډ كړې شي۔اولس مشر ووئيل د حکومت وژن 2025ء زما د نظر څخه تير شوې چې پكښې د معیشت استحکام او اولسي ښېګړې لپاره ځينې پروګرامونه شامل دي دې سره به قامی پیداوار او سړي سر آمدن زياتيدو نه پس د نړۍ په 25 لويو معیشتونو كښې د شامليدو عزم هم شامل دے۔ ده ووئيل زه غواړم چې حکومت٬ مخالفه ډله او د هېواد ټول سیاسی ګوندونه د رايو اتفاق سره يوه متفقه قامی منصوبې حیثیت وركړي دغسې چې حکومت د كوم هم ګوند وي ٬ اولسي ښېګړې كارونو كښې كوم خنډان نه راولاړ نه شي دې سره سره د وياتيدونكي آبادۍ منصوبه بندۍ ته هم پام لرنه وكړې شي دغسې چې د وسائل ښه استعمال باوري كړې شي۔ اولس مشر ووئيل سټيټ بانك او نړيوالو اقتصادی ادارو جاج له مخې د معیشت اشاریې ښه دي ٬ پاکستان كښې شرح نمو د تيرو لسو كالو پھ لوړه كچه ده ٬ د زرمبادلې پانګې 23 ارب ډالره څخه زياتې شوي ٬ افراط زر كښې هم ښه والې راغلې ٬ نړيوالې ادارې هم د دې ښه والې اعتراف کوي، د غريبۍ ختمولو له پھ قامي كچه هلو ځلو ته اړتيا ده ٬ پاکستان په سفارتی میدان كښې كهمې کامیابۍ ترلاسه كړي۔ ده ووئيل د پاکستان سټاك ایکسچینج کارکردګۍ كښی هم ښه والې رامخې ته شوې دغسې سټيټ بانك او سیکیورټی ایکسچینج کمېشن هم مالیاتی نظم او نسق په اړه فعال کردار ترسره كړې۔ اولس مشر ووئيل تير كال د پټرولیم مصنوعات بيعه كښې د کمی رجحان وو د كومې ګټه چې اولس ته ورسولې شوي او د راروان مالي كال بجټ كښې پرمختيائي خرڅونه هم زيات كړې شوي۔

مزید خبریں