په هندي فلم انډسټري كښې ډسكو معرفي كوؤنكې نوموړې موسيقار بپي لهري مړ شو

نوې ډيلې ۔16فروری(اے پی پی) نوموړې هندي موسيقار بپي لهري مړ شو۔ د بپي لهري عمر 69 كاله وو ٬ دې د تېرې يوې مياشتې نه په روغتون كښې درملنو ته بستر وو، دې د خوب په مهال د ساه بندېدو ناروغتيا سره مخ وو۔ بپی لهری د 1980 او 1990 په لسيزو كښې په هندي فلم انډسټري كښې ډسكو معرفي كړه۔ د ده خپل نوم آلوکېش لهری وو خو …

نوې ډيلې ۔16فروری(اے پی پی) نوموړې هندي موسيقار بپي لهري مړ شو۔ د بپي لهري عمر 69 كاله وو ٬ دې د تېرې يوې مياشتې نه په روغتون كښې درملنو ته بستر وو، دې د خوب په مهال د ساه بندېدو ناروغتيا سره مخ وو۔ بپی لهری د 1980 او 1990 په لسيزو كښې په هندي فلم انډسټري كښې ډسكو معرفي كړه۔ د ده خپل نوم آلوکېش لهری وو خو فلم لپاره ده خپل نوم بپي لهري غوره كړو او هم په دې نامه مشهور شو٬ د خپل پلار په قدم قدم اېښودلو سره بپی لهری د درې كالو په عمر كښې طبله عږول پېل كړل بياهم په خپل فلمي كېريئر كښې هغه زياتره پارټي ډانس موسيقي مرتب كړه۔ آسکر انعام ترلاسه كوؤنكي نوموړي معروف موسیقار اے آر رحمان بپی لهری يادولو سره هغه د هندی سېنما’ ډسکو کنګ‘ وګرځولو۔