په خېبر پښتونخوا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا د مثبت كېسونو شرح 8.6 فيصد ته رسېدلې. د روغتيا محكمه

پېښور 16 فروري (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا د مثبت كېسونو شرح 8.6 فيصد ته رسېدلې. د خېبر پښتونخوا د روغتيا محكمې له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال تر ټولو زياته د 50 فيصده مثبت كېسونو شرح په شمالي وزيرستان كښې ريكارډ كړې شوې. په پېښور كښې د مثبت كېسونو شرح 14، په نوښار كښې 5 ، شانګله …

پېښور 16 فروري (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا د مثبت كېسونو شرح 8.6 فيصد ته رسېدلې. د خېبر پښتونخوا د روغتيا محكمې له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال تر ټولو زياته د 50 فيصده مثبت كېسونو شرح په شمالي وزيرستان كښې ريكارډ كړې شوې. په پېښور كښې د مثبت كېسونو شرح 14، په نوښار كښې 5 ، شانګله كښې 22، باجوړ كښې 12 فيصده ريكارډ كړې شوې. په خېبر پښتونخوا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال 11252 نوي ټېسټونه شوي دي. د تېرو 24 ساعتونو په مهال نور 20 كسان په حق رسېدلي دي. په خېبر پښتونخوا كښې د فعاله كېسونو شمېره 12340 ده او د 24 ساعتونو په مهال نور 966 كېسونه رپورټ شوي دي.

مزید خبریں