ټوپك پورته كوؤنكي بايد په قامي چوكاټ كښې شامل شي

کوئټه ۔31مئی(اے پی پی) د سرحدي او رياستي چارو وفاقي وزير جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ وئيلي دي ټوپك پورته كوؤنكي بايد په قامي چوكاټ كښې شامل شي دغسې چې بلوچستان د پرمختګ په لاره روان شي۔ د سردار شېر جان محمدحسني او مير حېدر محمد حسني مسلم ليګ نون كښې شاملېدو سره به بلوچستان كښې ګوند مضبوط شي۔ ده ووئيل زه د وزیراعظم لخوا دوئي ته هركلې وايم۔ د دې …

کوئټه ۔31مئی(اے پی پی) د سرحدي او رياستي چارو وفاقي وزير جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ وئيلي دي ټوپك پورته كوؤنكي بايد په قامي چوكاټ كښې شامل شي دغسې چې بلوچستان د پرمختګ په لاره روان شي۔ د سردار شېر جان محمدحسني او مير حېدر محمد حسني مسلم ليګ نون كښې شاملېدو سره به بلوچستان كښې ګوند مضبوط شي۔ ده ووئيل زه د وزیراعظم لخوا دوئي ته هركلې وايم۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير وزیراعلیٰ هاؤس كښې د سردار شیر جان او میر حیدر محمد حسنی مسلم لیګ نون كښې د شاملېدو په موقع خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال اعلی وزير نواب ثناء اللہ خان زهری، صوبائی وزيران محمد ناصر، جعفرمندوخیل، د اسمبلۍ غړي سردار صالح بھوتانی ، میر عاصم کردګیلو او نور هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل د سردار شېر جان محمدحسني او مير حېدر محمد حسني مسلم ليګ نون كښې شاملېدو سره به بلوچستان كښې ګوند مضبوط شي

مزید خبریں