صوماليه ٬ د بمي چاؤدنې پېښه كښی څلور كسان مړه

موغادېشو۔15فروری(اے پی پی) د صوماليه په وسطي سيمه مډل شبیل كښې د يوې بمي چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې څلور كسان په ځايې مړه شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د ځايي پوليس چارواكو حوالې سره وئيلي چې دا چاؤدنه تېره ورځ د جوهر ضلعې هېنشولے كلي ته نزدې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو آټو ركشه كومه كښې چې 4 كسان ناست وو د سړك په غاړه په ځائې كړې شوي بم سره ټكر شوه چې په نتيجه كښې يۍ 4 كسان په ځائې مړه شول۔ بلخوا د دې پېښې ذمه واري تر دې دمه كومې ډلې نه ده قبوله كړې