هيله ده تر فروری به پرنټنګ کارپورېشن كښې نوي مشېنونه ولګولې شي، په پولنګ سټېشن د ووټرانو شميره به 1200 څخه زياته نه وي، زاهد حامد

اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی) د ټاكنو اصلاحاتو لپاره د جوړې پارلماني کمېټۍ ذېلی کمېټۍ وئيلي دي سر شميرې نه پس د اقلیتونو چوكو كښې د زياتوالې پرېكړه به كولې شوي، هيله ده تر فروری به پرنټنګ کارپورېشن كښې نوي مشېنونه ولګولې شي، په پولنګ سټېشن د ووټرانو شميره به 1200 څخه زياته نه وي۔ د ذېلی کمېټۍ غونډه د شورو په روځ د کنوینئر زاهد حامد په …

اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی) د ټاكنو اصلاحاتو لپاره د جوړې پارلماني کمېټۍ ذېلی کمېټۍ وئيلي دي سر شميرې نه پس د اقلیتونو چوكو كښې د زياتوالې پرېكړه به كولې شوي، هيله ده تر فروری به پرنټنګ کارپورېشن كښې نوي مشېنونه ولګولې شي، په پولنګ سټېشن د ووټرانو شميره به 1200 څخه زياته نه وي۔ د ذېلی کمېټۍ غونډه د شورو په روځ د کنوینئر زاهد حامد په مشرۍ كښې په پارلیمنټ هاؤس كښې وشوه چې پكښې د کمېټۍ غړو انوشه رحمن، نعیمه کشور خان، ډاکټر عارف علوی پشمول نورو غړو ګډون وكړو۔ د غونډې نه پس غیر رسمی خبرو اترو كښې زاهد حامد ووئيل په هر يو پولنګ سټېشن به د 1200 څخه زيات ووټران نه وي ۔ ده ووئيل طارق سی قیصر د اقلیتونو په اړه تجاویز وړاندې كړي ، سر شميرې نه پس به د اقلیتونو چوكو زياتولو پرېكړه كولې شي۔ ده ووئيل پرنټنګ کارپورېشن نوي مشېنونه اخلي، هڅه كوو چې د بیلټ پیپرز چھاپ كولو له به تر فروری نوي مشېنونه ولګولې شي۔ده ووئيل چیف الیکشن کمشنر له مالی اختتیار وركړې شوے۔

مزید خبریں