کابل ۔10فروری (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د خوراك او كركيلې ادارې (اېف اے او) د روان كال په مهال 9 ملينه ضرورت مند افغانانو سره د مرستې كولو منصوبه جوړه كړې ده۔ په افغانستان کښې د اېف اے او دفتر په یو ټویټ کې وئیلي چې مونږ د افغانستان کلیوالو سیمو ته مرسته رسولو ته دوام ورکوو او سږکال زمونږ هدف د 9 میلیونو افغانانو سره مرسته ده.د …
د خوراك او كركيلې نړيوالې ادارې9 ملينه افغانانو سره د مرستې كولو منصوبه

مزید خبریں
کابل ۔10فروری (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د خوراك او كركيلې ادارې (اېف اے او) د روان كال په مهال 9 ملينه ضرورت مند افغانانو سره د مرستې كولو منصوبه جوړه كړې ده۔ په افغانستان کښې د اېف اے او دفتر په یو ټویټ کې وئیلي چې مونږ د افغانستان کلیوالو سیمو ته مرسته رسولو ته دوام ورکوو او سږکال زمونږ هدف د 9 میلیونو افغانانو سره مرسته ده.د تېر كال اګست مياشتې او په 7 ستمبر د طالبانو په واكمنۍ كښې د حكومت جوړېدو نه وروستو تر دې دمه افغانستان اقتصادي ستونزو سره مخ دې۔ تېره اونۍ د فوډ اېنډ اېګریکلچر آرګنائزېشن ته د یو اېس اېشیائی پرمختيائي بېنك لخوا 65 ملینه د مرستې په توګه وركړې شول۔ ټويټ كښې دا هم وئيلې شوي دي چې دې ګرانټ سره به غذائي تحفظ سوا شي او د نغدو پېسو كمي سره مخ آسيائي هېواد كښې به د معاش موقعو رامخې ته كېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د افغانستان آبادي نزدې 39 ملین ده۔










