د ايوان كاروائي مخ په وړاندې بوتلل د حكومت او مخالفې ډلې شريكه ذمه واري ده٬

اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی)د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي د مخالفې ډلې غوښتنې مخ په زياتېدو دي كومه چې مناسب خبره نه ده٬نن د مېډيا دور دے چرته چې د بجټ تجاويز د حكومتي كاركردګۍ پشمول په نورو چارو هره ورځ بحث كېږي٬د محمود خان اچكزئي د قانون سازۍ تجويز ښه دے۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې هغه د محمود ان اچكزئي …

اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی)د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي د مخالفې ډلې غوښتنې مخ په زياتېدو دي كومه چې مناسب خبره نه ده٬نن د مېډيا دور دے چرته چې د بجټ تجاويز د حكومتي كاركردګۍ پشمول په نورو چارو هره ورځ بحث كېږي٬د محمود خان اچكزئي د قانون سازۍ تجويز ښه دے۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې هغه د محمود ان اچكزئي د اعتراض په نكته ځواب وركولو۔د دې څخه وړاندې محمود خان اچكزئي د اعتراض په نكته ووئيل په مونږ چې د مخالفې ډلې لخوا كوم اعتراض شوے د دغې پوقنړې څخه هوا ويستل پكار دي٬اوس يو قانون پاس كول پكار دي چې د مخالفې ډلې مشر په بجټ د بحث تقرير نيغ په نيغه به ښودلې شي او د مخالفې ډلې مشر به هم د خزانې وزير غوندې نيغ پھ نيغه تقرير كولې شي۔ ده ووئېل د اولس مشر خطاب هم راروان دے ځكه بائد حالات ښه كړی شي چې په ځواب كښې يې رانا تنوير حسېن ووئيل دا تجويز ښه دے٬زمونږ پھ ايوان كښې شمېره زياته ده٬زمونږ رويه مثبته ده او مونږ وائيو چې د ايوان كاروائي مخ په وړاندې بوتلل د دواړو شريكه ذمه واري ده۔د محمود خان اچكزئي لخوا تجويز شوې قانون يا رولز كښې بدلون په اړه دې اپوزيشن خپل كردار ترسره كړي٬هغوي هم تنخا اخلي او د خپلو سيمو نمائندګي كوي٬ ده ووئېل مونږ محمود خان اچكزئي سره اپويشن له ورتللو ته چمتو يو۔په دې مهال سپيكر د محمود خان اچكزئي سره رانا تنوير حسېن٬لېفټيننټ جنرل(ر)عبدالقادر بلوچ او برجيس احمد طاهر مخالفې ډلې سره په دې تجويز خبره كولو لپاره ولېږل

مزید خبریں