اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی)ايوب مېډيكل كمپلېكس اېبټ آباد كښې د ډاكترانو د روغتون انتظاميې د بډو په ضد هړتال په 9مه ورځ هم دوام لرلو ۔د شخصي ټي وي چينل له مخې ايوب مېډيكل كمپلېكس اېبټ آباد كښې د ډاكټرانو د هړتال په مهال په 8 ورځو كښې د مړو شويو شمېره 80 څخه زياته شوې ده ۔د اېبټ آباد ايوب ټيجنګ روغتون كښې رنځورانو له يوازې …
د ايوب مېډيكل كمپلېكس اېبټ آباد كښې د ډاكټرانو هړتال په مهال 80 كسان مړه شوي

مزید خبریں
اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی)ايوب مېډيكل كمپلېكس اېبټ آباد كښې د ډاكترانو د روغتون انتظاميې د بډو په ضد هړتال په 9مه ورځ هم دوام لرلو ۔د شخصي ټي وي چينل له مخې ايوب مېډيكل كمپلېكس اېبټ آباد كښې د ډاكټرانو د هړتال په مهال په 8 ورځو كښې د مړو شويو شمېره 80 څخه زياته شوې ده ۔د اېبټ آباد ايوب ټيجنګ روغتون كښې رنځورانو له يوازې ايمرجنسي آسانۍ وركړې كېږي٬سينئر ډاكټرانو د احتجاج په توګه د سلېكشن٬پروموشن او نورو كمېټو څخه استعفٰی وركړی ده او ايوب مېډيكل كالج كښې هم د كلاسونو بائيكاټ روان دے۔د هړتال كَوونكو ډاكټرانو غوښتنه ده چې د روغتون ډائرېكټر٬كالج ډين٬بورډ آف ګورنر چيئرمېن او بورډ سېكتر دې له چوكو څخه اخوا كړې شي۔د روغتون انتظاميې وېنا ده چې كوم هم رنځور د طبي مرستې عدم رسنې په سوب نه دې مړ شوې۔د ډاكترانو او روغتيا محكمې چارواكو ترمينځه خبرې اترې تراوسه نه دي پیل شوې د كومې په سوب چې اولس ته په روژه كښې هم د طبي آسانۍ ترلاسه كولو په لړ كښسې ستونزې ورمخې ته دي








