واشنګټن 09 فروري (اے پي پي) د امريکې سېنېټ د يونيورسټي آف پنسلوانيا صدر په المان كښې د سفير په توګه د نامزدګۍ توثيق كړے۔ د المان د خپرونو ادارو له مخې ګټمن دا مهال په يونيورسټي آف پينسلوانيا كښې د صدر په توګه ذمه وارۍ ترسره كوي،په كال 2020 كښې په المان كښې د امريكائي سفير رچرډ ګرېنل د استعفې وړاندې كولو نه پس تر اوسه دا چوكۍ خالي …
د امريکې سېنېټ د يونيورسټي آف پنسلوانيا صدر په المان كښې د سفير په توګه د نامزدګۍ منظوري وركړه٬ ھغه به په برلن كښې وړومبنۍ امريكائي سفيره وي۔

مزید خبریں
واشنګټن 09 فروري (اے پي پي) د امريکې سېنېټ د يونيورسټي آف پنسلوانيا صدر په المان كښې د سفير په توګه د نامزدګۍ توثيق كړے۔ د المان د خپرونو ادارو له مخې ګټمن دا مهال په يونيورسټي آف پينسلوانيا كښې د صدر په توګه ذمه وارۍ ترسره كوي،په كال 2020 كښې په المان كښې د امريكائي سفير رچرډ ګرېنل د استعفې وړاندې كولو نه پس تر اوسه دا چوكۍ خالي وه او د دې نه پس د سفارت د لوړې كچې ټولې ذمه وارۍ ناظم الامور په سر اخستې وې۔ صدر بائيډن د ګټمن تېر كال په جولائي كښې دې چوكۍ لپاره نومولې ؤه خو په سېنېټ كښې د ريپبلکن غړو د دې نامزدګۍ مخالف كړے ٶ۔ د يادونې وړ ده اېمي ګټمن به په المان كښې د امريكائي سفارت مشن ورومبنۍ مېرمنه سفيره وي










