د اسلاموفوبيا زياتېدونكي رجحان لاره نيولو لپاره دې كوټلي ګامونه پورته كړے شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازي عامر خان په الائنس آف سوېلائزېشنز د ګروپ آف فرېنډز غونډې ته وېنا

ملګري ملتونه 09 فروري (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو په الائنس آف سوېلائزېشنز ( يو اېن اے او سي) زور رواړے چې ھغوي د اسلاموفوبيا د زياتېدونكي رجحان لاره نيولو لپاره كوټلي ګامونه پورته كړي كوم چې اوس د ښي لاس تعلق لرونكو او نيو فاشسټ ګوند د خپل منشور برخه ګرځولے او په كوم چې اسلامي نړۍ سختې اندېښنې لري۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب …

ملګري ملتونه 09 فروري (اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو په الائنس آف سوېلائزېشنز ( يو اېن اے او سي) زور رواړے چې ھغوي د اسلاموفوبيا د زياتېدونكي رجحان لاره نيولو لپاره كوټلي ګامونه پورته كړي كوم چې اوس د ښي لاس تعلق لرونكو او نيو فاشسټ ګوند د خپل منشور برخه ګرځولے او په كوم چې اسلامي نړۍ سختې اندېښنې لري۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل نمائنده عامر خان د يو اېن اے او سي د ګروپ آف فرېنډز غونډې ته خپلې وېنا كښې ووئيل د مذهب يا عقيدې په بنياد په نړيواله كچه عدم برداشت٬ امتيازي سلوك٬ نسل پرستي٬ منفي دقيانوسي تصورات او تشدد او په خاص توګه د اسلامو فوبيا رجحان كښې د خطر وړ زياتوالے راغلے او په مذهبي وروروليو كښې يوه هم د امتيازي سلوك نه محفوظ نه ده ۔ ده ووئيل د اتحاد مقصد په اولس او هېوادونو كښې تقسيم پېدا كول نه بلكې يو موټے كول دي۔ ده ووئيل د مذهبونو تنوع نه يو خوا دا خبره زمونږ په ګټه ده چې مونږ د يو مذهبي عقيدو احترام وكړو٬ د مذهبي امتياز زيات خواره شوي شكلونه ختم كړو او په تشدد د لمسوٶنكو عناصرو مقابله وكړو ځكه چې نن اسلامو فوبيا د ښي لاس تعلق لرونكو او نيو فاشسټ ګوند د خپل منشور برخه ګرځولے چې پكښې د مسلمانانو او نورو اقليتونو نسل كشي او دوي د هېوادونو نه د شړلو مطالبه كېږي٬ ده ووئېل په حجاب سياست كېږي او پرې بندېز لګوي٬ د مقدسو ځايونو او د اسلامي علامات قصداً ماتول پېل شوي او په ځينې صورتونو د ډېر امتيازي شهريت قوانين اختيارېږي ٬ دې لپاره د مسلمانانو او د اسلامي ټولنې په ضد امتيازي سلوك، دښمني او په تشدد آډانه كاروائۍ د انساني حقونو سنګينې خلاف ورزۍ او د دوي د مذهب او عقيدې د آزادۍ خلاف وزي ده او په كومو چې اسلامي نړۍ سختې اندېښنې لري