نیویارک۔9فروری(اے پی پی) نوبل انعام ګتونكې ملاله یوسفزۍ د هند په کرناټکا ایالت کښې په تعلیمي ادارو كښې په حجاب د بندیز لګولو او تعلیمي ادارو ته د حجاب لرونکو زده کوونکو د ننوتو د مخنیوي اقدام وحشتناک ګرځولے دے۔ د برتانېي خبري اژانس راپور له مخې د هند په کرناټکا ایالت کښې د انتها خوښي بي جي پي حکومت د فرورۍ په 5 مه نېټه هدايت نامه جاري كړې …
ملاله يوسف زئۍ په تعليمي ادارو كښې په حجاب بندېز وحشتناك وګرځولو

مزید خبریں
نیویارک۔9فروری(اے پی پی) نوبل انعام ګتونكې ملاله یوسفزۍ د هند په کرناټکا ایالت کښې په تعلیمي ادارو كښې په حجاب د بندیز لګولو او تعلیمي ادارو ته د حجاب لرونکو زده کوونکو د ننوتو د مخنیوي اقدام وحشتناک ګرځولے دے۔ د برتانېي خبري اژانس راپور له مخې د هند په کرناټکا ایالت کښې د انتها خوښي بي جي پي حکومت د فرورۍ په 5 مه نېټه هدايت نامه جاري كړې وه چې ټولو سكولونو له به د انتظاميه لخوا په ډرېس كوډ عمل كول وي چې له دغې وروستو د رياست په ځينو سكولونو كښې د حجاب لرونكو انجونو په داخله بندېز لګولے شوے او د دې اقدام په ضد د لاريونونو لړۍ پېل شوې كومو كښې چې اوس نور شدت هم رامخې ته شوے چې په نتيجه كښې يۍ تعليمي ادارې درې ورځو لپاره بندې كړې شوي۔ ملاله یوسف زئی د انجونو زده كوؤنكو په كلاس كښې د حجاب كولو حق لپاره د جنګ كوؤنكو ملاتړ كړے۔ ملاله په حجاب بندېز لګول او حجاب لرونكو زده كوؤنكو ته په تعليمي ادارو كښې د داخلې نه وركولو اقدام وحشتناك ګرځولے۔ هغې په هندي لارښودو زور راوړو چې هغوي د مسلمانانو مېرمنو د سپكاوي مخنيوي له ګامونه پورته كړي۔










