په چلي كښې د كورونا وائرس دلاسه د مړو شمېره 40 زره نه زياته شوه

سانتیاګو۔8فروری (اے پی پی)په چلي كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا د لاسه نور 73 كسان مړه شوي دي چې ورسره په ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه د مړو مجموعي شمېره 40 زره 60 ته رسېدلې ده۔ د چين ميډيا د چلي د روغتيا وزارت حوالې سره وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 31 زره 63 نوې كېسونه رامخې ته شوي دي چې ورسره د ځپليو مجموعي شمېره زياتېدو سره 2,405,672 شوې ده۔ ددې وائرس نه تر دې دمه 2,124,250 كسان ښه شوي هم دي۔ د چلي د روغتيا وزير وئيلي چې هېواد كښې د كېسونو حوالې سره يو مثبت علامت دا رامخې ته شوې چې د هېواد په ځينو سيمو كښې د كورونا وائرس د نوې كېسونو شمېره مخ په كمېدو ده۔ د روغتيا وزارت وګړو ته اپيل كړې چې هغوي دې د كورونا وائرس نه ځان ساتلو له حفاظتي اقدامات عملي كړي او هر وګړې دې وېيكسين ولګوي۔