افغانستان٬ په كونړ ولايت كښې د واورې كمر لوېدو له امله 19 كسان مړه شول

کابل 07 فروري (اے پي پي) د افغانستان په ختيځ كونر ولايت كښې د واورې كمر لوېدو له امله 19 كسان مړه شوي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د اطلاعات صوبائي مشر نجيب الله حسن ابدال وئيلي دي دا پېښه په دانګم اولسوالۍ په ګوريګا كلي كښې ھغه وخت رامخې ته شوې كله چې ځپلې كسان غره ايزې سيمې څخه تېرېدل۔ د مرستې ډلو 19 مړي رېسكيو كړي او د نورو لټون روان دے