افغان حکومت په هېواد كښې د غېر ملكي عسكريت خوښو ډلو شتون او د هڅو پحقله د ملګرو ملتونو رپورټ مسترد كړو

کابل 07 فروري (اے پي پي) افغان حکومت په هېواد كښې د غېر ملكي عسكريت خوښو ډلو د شتوالي او هڅو كولو پحقله د ملګرو ملتونو رپورټ مسترد كولو سره ھغه خو ساخته رپورټ ګرځولے۔ د چين خبر رسنې دارې له مخئ افغان خارجه وزارت د ګل په ورځ خپل يو ټويټ كښې په افغانستان كښې د غېر ملكي عسكريت خوښو ډلو په هلو ځلو كښې د اضافې پحقله د …

کابل 07 فروري (اے پي پي) افغان حکومت په هېواد كښې د غېر ملكي عسكريت خوښو ډلو د شتوالي او هڅو كولو پحقله د ملګرو ملتونو رپورټ مسترد كولو سره ھغه خو ساخته رپورټ ګرځولے۔ د چين خبر رسنې دارې له مخئ افغان خارجه وزارت د ګل په ورځ خپل يو ټويټ كښې په افغانستان كښې د غېر ملكي عسكريت خوښو ډلو په هلو ځلو كښې د اضافې پحقله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل رپورټ په سختۍ سره مسترد كړے ٬ دا رپورټ هيڅ شواهد، دستاويزات او کوائف نه لري كوم چې د افغانستان٬ د منطقې او نه د نړۍ په ګټه دے۔ خارجه وزارت وئيلي دي په افغانستان كښې د طالبانو په اقتدار كښې د راتللو نه پس په هېواد كښې امنيت باوري كړے شوے او د افغانستان خاوره به هېڅكله هم د نورو هېوادونو په ضد د خطر په توګه استعمال نه شي۔وزارت وئيلي دي د يو ځواب وركونكي حكومت په توګه به امارت اسلاميه افغانستان منطقه او د نړۍ سلامتيا او استحكام لپاره مثبت كردار لوبوي او هيله لرو چې نورې ډلې به هم په دې حقائقو پوهه شي او ذمه وار بيانونه به وركوي۔ د يادونې وړ ده د ملګرو ملتونو په اوسني جاري رپورټ كښې په افغانستان كښې د غېر ملكي ډلو د هلو ځلو زياتېدو پحقله خبردارے وركړے شوے۔