د وزيراعظم عمران خان د چين دوره د نتيجې وړ ثابت شوې٬ پاكستان په زړه پورې ملګرې هېواد دې۔ د چين تجزيه کار

اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د چين د ساٶتھ وېست يونيورسټي آف پوليټيکل سائنس اينډ لا وزټنګ پروفېسرچنګ چونګ وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د چين دوره د نتيجې وړ ثابت شوې۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان د چين دورې په مهال د چين چارواكو٬ كاروباري شخصياتو٬ تعليمي ادارو او ميډيا سره اهم ملاقاتونه كړي

APP30-060222
BEIJING: February 06 – Prime Minister Imran Khan with Chinese H.E XI Jinping before a meeting along with his delegation. APP

كوم چې ډېر مخلص٬ دوستانه او د عملي نوعيت ٶ او ګټورې نتيجې ئې رامخې ته شوي دي۔ هغه ووئيل زه باور لرم چې ګټورې نتيجې په بنيادي توګه درې اړخونه څرګندوي٬ وړومبې دا چې د چين او پاكستان ترمينځه يو شمېر اهم دستاوېزات لاسليك شوي٬ په خاص توګه د سي پېك صنعتي مرستې فرېم ورك لوظنامه د پاكستان د سرمايه كارۍ بورډ او د چين د نېشنل ډويلمپنټ اېنډ ريفارم كمېشن ترمېنځه د صنعتي مرستې په فرېم ورك لوظنامه به د چين صنعتي يونټس د سي پېك خاص اقتصادي زونز ته په منتقل كولو كښې سهولت وركوي او د چين په سرمايه كارۍ او صنعتي هلو ځلو كښې به تندوالې راشي او په تكنيكي كچه به پاكستان ته منتقل كړې شي دغسې چې په لويه كچه د پاكستان د جديد صنعتي مصنوعاتو پېداوار او برآمدات په تندۍ سره زيات شي٬ دوېمه دا چې د وزيراعظم عمران خان او د ھغه پلاوي د چين سركاري او د نجي کارپورېټ سيکټرز اېګزيکټوز سره پراخه خبرې كړي دي، د چين يو شمېر كمپنو په سمدستي توګه د دې خبرې اظهار كړې چې مونږ د توان، ټيکسټائل، فائبر آپټکس نېټ ورکس، هاؤسنګ، ډېري، واټر مېنجمنټ٬ دھاتونو او د کاغذ ري سائيكلنګ په څير منصوبو كښې پاكستان كښې سرمايه كاري زياتولو كښې خوشي لرو۔
APP77-050222
BEIJING: February 05 – Prime Minister Imran Khan with Chinese Premier Li Keqiang before a meeting along with his delegation. APP

ګوادر كښې 3.5 بليونه ډالرو ري پروسېسنګ پارك او لاهور سره نزدې 350 مېليونه ډالره ټېكسټائل كلسټر جوړول٬ د چين ټېکسټائل فرم، كوم چې د اعلٰې معيار برآمدي ملبوستان لپاره مشهور دې، لاهور سره نزدې سل اېكړ نه په زياته زمكه د ټېكسټائل كلسټر جوړولو منصوبه جوړه كړې ده، چې ورسره به د ملازمتونو 20 زره موقعې پېدا شي۔ د دريو زرعي فرمونو نمائندګانو پاكستان كښې د پېداوار او تخم معيار ښه كولو لپاره په مشتركه توګه جديد رېسرچ لېب او يو نمائشي منصوبه جوړول غوښتل۔ د چين د سرې كمپنو د جوارو او سويابين برآمدي وده كښې سرمايه كاري كول غواري ٬ درېمه دا چې وزيراعظم عمران خان څو ځله د چين دوره كړې ده او ھغه پخوانې ملګرې دې كوم چې د چين اولس نه ښه خبر دې۔ د كوم چې ژور تعلق په تعليمي ادارو او ميډيا سره په خبرو زور راوړلو سره دے۔ د دواړو هېوادونو علمي او ميډيا حلقې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو ته وده وركولو، د اولس ترمينځه تفاهم زياتولو او د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه د اړيكو مستحكمولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ دا ځل چائنا ګلوبل ټېلي ويژن نېټ ورك (سی جی ټی اېن) وزيراعظم سره مركه وكړه او ميډيا سره خبرو كښې هغه په چينائي اولس دا يو ژور اثر پرېښودو چې هغه يو مضبوط ٬ عزم لرونكې ٬ دوست او اولسي لارښود دے۔ د كال 2022 بیجنګ ونټر اولمپك ګېمز پرانستې دستوره كښې ګډون نه پبس به د چين او پاكستان لارښود دوه اړخيزه اړيكو ته په لا وده وركولو او مهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو خبرې وكړي