نوې ډيلې ۔ 6فروری(اے پی پی) د هند نوموړې سندرغاړې لتا منګېشکر د 92 كالو په عمر كښې مړه شوه۔ نجی ټی وی چېنل د هندي ميډيا حوالې سره وئيلي چې د 92 كلنې لېجنډري سندرغاړې كورونا ټېسټ مثبت راغلې او دې كښې د نمونيا تشخيص هم شوې وو۔ تېره ورځ د طبيعت زيات خرابېدو له امله آئي سي يو ته منتقل كړې شوې وه۔ په 28 جنورۍ د طبيعت …
هندي سندرغاړې لتا منګېشکر د 92 کالو په عمر كښې مړه شوه

مزید خبریں
نوې ډيلې ۔ 6فروری(اے پی پی) د هند نوموړې سندرغاړې لتا منګېشکر د 92 كالو په عمر كښې مړه شوه۔ نجی ټی وی چېنل د هندي ميډيا حوالې سره وئيلي چې د 92 كلنې لېجنډري سندرغاړې كورونا ټېسټ مثبت راغلې او دې كښې د نمونيا تشخيص هم شوې وو۔ تېره ورځ د طبيعت زيات خرابېدو له امله آئي سي يو ته منتقل كړې شوې وه۔ په 28 جنورۍ د طبيعت په ښه كېدو دا وېنټي لېټر څخه اخو كړې شوې وه ولې د فرورۍ په 5 مه نېټه د طبيعت په زيات خرابېدو يووارې بيا دې ته وېنټي لېټر ولګولې شو۔ دې ته به د مينې نه د هند بلبل وئيلې كېدو٬ دې د 13 كالو په عمر كښې سندرې وئيل پېل كړې وو۔ تر اوو لسيزو دې په خپل كېريئر كښې په بېلو ژبو كښې د 30 زره نه زياتې سندرې ووئيلې۔ دې ته په كال 1969 كښې درېم تر ټولو اعلی شهري اعزاز پدما بھوشن، په 1999 كښې دويم تر ټولو لويې شهري اعزاز پدما وبھوشن او په كال 2001 كښې تر ټولو لويې شهري اعزاز بھارت رتن وركړې شو۔ دې په كال 2009 كښې د فرانس تر ټولو اعلی شهری اعزاز ’’ آفیسر ډی لا لېجن ډی آنر‘‘ هم ترلاسه كړې ؤ۔ دا په وروڼو خوېندو كښې له ټولو مشره وه٬ د دې په نورو وروڼو خوېندو كښې مینا کھډېکر، آشا بھوسلے، اوشا منګیشکر او هردے ناتھ منګېشکر شامل دي










