بيجنګ 05 فروري (اے پي پي) پاکستان او چين د ګډې معاشي اړيكو ته لا وده وركولو لپاره په ګده كار كولو لا سلا او ګڼ اړخيزه ٬ په ستراتېژك مرسته آډانه اړيكې او په نوي دور كښې شريك سباٶن لپاره د پاك چين كميونټي جوړولو له د عزم پخلې شوې٬ وزيراعظم عمران خان د چين او پاکستان سيمه ايزو رابطو او په افغانستان كښې امن٬ استحكام اوپرمختګ لپاره شريكو …
د وزيراعظم عمران خان د چين دورې په دوېمه ورځ خپل همڅنګ لي کي كيانګ سره ملاقات

مزید خبریں
بيجنګ 05 فروري (اے پي پي) پاکستان او چين د ګډې معاشي اړيكو ته لا وده وركولو لپاره په ګده كار كولو لا سلا او ګڼ اړخيزه ٬ په ستراتېژك مرسته آډانه اړيكې او په نوي دور كښې شريك سباٶن لپاره د پاك چين كميونټي جوړولو له د عزم پخلې شوې٬ وزيراعظم عمران خان د چين او پاکستان سيمه ايزو رابطو او په افغانستان كښې امن٬ استحكام اوپرمختګ لپاره شريكو هدفونو ته وده وركولو لپاره په ګډه كار كولو او په مقبوضه كشمير كښې سنګين صورتحال رامخې ته كولو سره د كشميري اولس د ستونزو خاتمې لپاره د نړيوالې ورورولۍ لخوا په سمدستي توګه د اقداماتو په اهميت زور راوړې دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په بيجنګ كښې د چين خپل همڅنګ لي کي کيانګ سره په ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع وفاقي وزيران شاه محمود قريشي، شوکت ترين، اسد عمر، چوهدري فواد حسېن او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال د دواړو مشرانو ترمېنځه د خېرسګالۍ په جذبه او په شريك باور خبرې اترې شوې۔ د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه معاشي و تجارتي اړيكو٬ په سي پېك د شوي پېشرفت او د سيمه ايزو او نړيوالو چارو پشمول د شريكو اړيكو جاج واخستې شوې۔ وزيراعظم عمران خان د چين خپل همڅنګ ته د بيجنګ سرمائي اولمپکس په تابيا كولو مباركي وركولو سره ووئيل د پاکستان او چين ترمېنځه ستراتېژك اړيكې د دواړو هېوادونو بنيادي ګټو او منطقه كښې امن او استحكام لپاره مهمې دي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه تېر كال د سفارتي اړيكو 70كالو بشپړكېدو په موقع دستورو څخه د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوستۍ ته نوې اړخونه ترلاسه شوې دي۔ وزيراعظم د کرونا وباء په مهال د پاکستان په مرسته كولو او په وخت د واكيسن په وركولو د چين د حكومت مننه وكړه ۔ وزيراعظم عمران خان د سيمه ايزې سلامتيا پحقله د خبرو اترو په مهال د مقبوضه کشمير سنګين صورتحال رامخې ته كړو او د كشميري اولس د ستونزو خاتمې لپاره ئې د نړيوالې ورورولۍ لخوا په سمدستي توګه د اقداماتو په اهميت زور رواړو۔ ده د چين او پاکستان د سيمه ايزو روابطو او په افغانستان كښې امن او استحكام او پرمختګ لپاره د شريك هدفونو ودې لپاره په ګډه د كار كولو په اهميت هم زور رواړو۔ دواړه مشران د شريكو معاشي اړيكو لا ودې لپاره په ګډه كار كولو ته سلا شول او په ګڼ اړخيزه ستراتېژكي مرسته آډانه اړيكو او په نوي دور كښې شريك سباٶن لپاره يۍ پاك چين كميونټي جوړلو له د عزم پخلې وكړو










