اسلام آباد 30 مئی (اے پی پی) د خزانې وزير سناتور محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د فنانس ډویژن د چارو جاج اخستو لپاره غونډه وشوه۔ اسحاق ډار پارلېمنټ هاؤس كښې د بجټ په اړه په ټولو چارو٬ د خزانې وزير د بجټ تقریر په راغونډولو او فنانس بل 2017ء کامیابۍ سره پھ وړاندې كولو د فنانس ډویژن ټولو آفسرانو له مبارکي وركړه۔ ده بجټ په وخت او کامیابۍ …
د خزانې وزير سناتور محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د فنانس ډویژن د چارو جاج اخستو لپاره غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 30 مئی (اے پی پی) د خزانې وزير سناتور محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د فنانس ډویژن د چارو جاج اخستو لپاره غونډه وشوه۔ اسحاق ډار پارلېمنټ هاؤس كښې د بجټ په اړه په ټولو چارو٬ د خزانې وزير د بجټ تقریر په راغونډولو او فنانس بل 2017ء کامیابۍ سره پھ وړاندې كولو د فنانس ډویژن ټولو آفسرانو له مبارکي وركړه۔ ده بجټ په وخت او کامیابۍ سره جوړولو د خزانې وزارت د ډلې خواري وستائله۔ ده ووئيل روان بجټ سېشن به کامیابۍ سره بشپړ شي او د پارلماني غړو د ټولو تعمیری تجاویز به هركلې كولې شي او د بجټ حتمی منظورۍ سره به په دغې غور كولې شي۔ د خزانې وزیر ووئيل مالی كال 18-2017 بجټ كښې د عام وګړي د ژوند ښه كولو خیال ساتلې شوے او د هغوي حاجتونه پوره كولو ته پام لرنه شوې ده ووئيل د هر كال په شان اوسني حکومت سږ كال هم بجټ جوړولو په مهال د سټيك هولډرز او بيلو پوهانو سره مشاورت کړې دے۔ د خزانې وزير د وزارت په افسرانو زور راوړو چې روان مالي كال اهداف پورا کولو له ټول وسائل وكاروي۔ غونډه كښې فنانس سیکتر ، د اقتصادی چارو ډویژن او مالیات سیکتر او د وزارت اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو








