اسلام آباد ۔ 30 مئی (اے پی پی) د جماعت اسلامي پاكستان امير سېنېټر سراج الحق سېنېټ كښې د بجټ 2017-18ء په اړه 22 سفارشات جمع كړل۔ د نهې په ورځ جمع كړې شويو سفارشاتو كښې سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د اوورسيز پاكستاني پالېسۍ جوړولو غوښتنه شوې۔ دا هم سفارش كړې شوې چې داخلي او خارجي قرضو څخه خلاصي او ددې ادائيګۍ له غوره تګلاره وضعه كړې شي۔ واټر اېنډ …
سېنېټر سراج الحق سېنېټ كښې د بجټ 2017-18ء په اړه 22 سفارشات جمع كړل

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 30 مئی (اے پی پی) د جماعت اسلامي پاكستان امير سېنېټر سراج الحق سېنېټ كښې د بجټ 2017-18ء په اړه 22 سفارشات جمع كړل۔ د نهې په ورځ جمع كړې شويو سفارشاتو كښې سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د اوورسيز پاكستاني پالېسۍ جوړولو غوښتنه شوې۔ دا هم سفارش كړې شوې چې داخلي او خارجي قرضو څخه خلاصي او ددې ادائيګۍ له غوره تګلاره وضعه كړې شي۔ واټر اېنډ پاور سېکټر كښې دې اولس ته ريليف وركولو له په صوبو كښې وركوټو ډېمونو جوړولو له بجټ كښې اېښودلې شوي رقم كښې يو په درې اضافه وكړې شي او اوبه د ضائع كېدو نه بچ كولو لپاره دې ګامونه پورته كړې شي۔ په هائي وېز او موټروېز دې اولس ته بنيادي اسانۍ په ارزان نرخ وركړې شي۔ جمع كړې شويو سفارشاتو كښې دا هم غوښتنه شوې چې د مشرانو وګړو او پنشنرانو په پنشن كښې دې 30 فيصد اضافه وكړې شي۔ دې سره سره د كومو مشرانو عمر چې 70 كالو نه زيات دے هغوي ته دې 10 زره روپۍ مياشت د سينيئر سيټينز الاؤنس په توګه وركړې شي۔ كونډو ٬ يتيمانو ٬ بې آسرې مېرمنو ته دې بغېر سود نه قرضې وركړې شي۔ د زلمو خېر ښېګړې له دې پېكج اعلان كړې شي۔ د زکواۃ او عشر غوره نظام جوړولو سره سره دې كسانانو ته د سود نه پاكې قرضې وركړې شي۔ فاټا لپاره بېل كړې شوي بجټ كښې اضافه كولو سره سره د فاټا اولس ته اسانۍ وركولو له دې د فنډز كارول باوري كړې شي۔ د سرکاری ملازمینو په تنخا كښې دې 30 فيصد اضافه وكړې شي۔ د لږې نه لږې تنخا حد دے 20 زره مقرر كړې شي۔ په موبائل فون صارفینو دې اېډوانسډ ټېكس او سېلز ټېكس ختم كړې شي۔ معیشت څخه د سود ختمولو له دې د كوم ځنډ نه غېر ګامونه پورته كړې شي۔ او موجوده بجټ دے د سود نه پاك جوړ كړے شي۔ پاكستان لپاره د ځانونو قرباني وركونكو له دې د مياشتې په بنياد د دوئي ضرورتونو سره سم مناسب پېكج اعلان كړې شي۔ په كراچي سركلر رېلوے او ګرين لائن بس منصوبو له غوښتلې شوې فنډز دې بېل كړې شي او په ترجيحي بنياد دے په دې منصوبو كار پېل كړے شي۔ دغسې د ملير اېكسپرېس وے جوړولو له دې هم فنډز بېل كړې شي او په منصوبه دې په سمدستي توګه كار پېل كړے شي۔








