اسلام آباد 30 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ بزنس لون سکیم ترمخه ځوانانو له د سود نه غير قرض وركولو لپاره د نېشنل بانك او پاورټی ایلیواېشن فنډ ترمينځه د مفاهم يادښت لاس ليك شو۔ د نیشنل بانك د اړخه د اېس ای وی پی او ګروپ چیف (سی آر بی جی) مدثر ایچ خان او وائس پریذیډنټ او د مارکېټنګ اینډ پروموشن یونټ هيډ نګین رضوی دغسې …
ځوانانو له د سود نه غير قرض وركولو لپاره د نېشنل بانك او پاورټی ایلیواېشن فنډ ترمينځه د مفاهم يادښت لاس ليك شو

مزید خبریں
اسلام آباد 30 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ بزنس لون سکیم ترمخه ځوانانو له د سود نه غير قرض وركولو لپاره د نېشنل بانك او پاورټی ایلیواېشن فنډ ترمينځه د مفاهم يادښت لاس ليك شو۔ د نیشنل بانك د اړخه د اېس ای وی پی او ګروپ چیف (سی آر بی جی) مدثر ایچ خان او وائس پریذیډنټ او د مارکېټنګ اینډ پروموشن یونټ هيډ نګین رضوی دغسې د پاورټی ایلیو اېشن فنډ د اړخه لنډمهاله چیف ایګزیکټو آفیسر پی پی اے ایف عامر نعیم، سینئر ګروپ مشر ګرانټس آپریشن سیمی کمال او جنرل منیجر پی ایم آئی ایف ایل ایس صابر فرید نمائندګی کوله۔ په دې مهال د وزیراعظم یوتھ پروګرام چیئرپرسن لیلیٰ خان او د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن ماروی میمن هم موجود وه۔په دې مهال د خیالاتو څرګندونې سره د وزیراعظم یوتھ پروګرام چیئرپرسن لیلیٰ خان ووئيل دا مهمه موقع ده دې سره به ځوانانو له د قام تعمیر لپاره د مالی خپلواكۍ او فنی تعلیم موقعې ترلاسه شي، مونږ د پرائم منسټر یوتھ پروګرام د لارې په هر پړاؤ د خپلواكه قام جوړولو موقعې وركولو له لوظي يو۔ په دې موقع د ګروپ چیف او اېس ای وی پی نېشنل بانك آف پاکستان مدثر خان ووئيل چې د پاکستان معاشی پرمختګ له کاروبار مهم دے۔ ده ووئيل مونږ د پرائم منسټر یوتھ لون سکیم د لارې په چیلنجونو د قابو موندلو هڅه كوو








