د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف سره د مالديپ دفاع وزير وليدل

اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف سره د مالديپ دفاع وزير آدم شريف عمر د نهې پھ ورځ په جنرل هېډكواټرز كښې ليدلي۔د ملاقات پھ مهال د شريكې خوښې چارو پشمول په سيمه ايزې امنيتي او د دفاعي مرستې په چارو خبرې اترې وشوې۔د آئي اېس پي آر له مخې د مالديپ دفاع وزير په ضرب عضب عملياتو كښې د پاك پوځ كاميابۍ …

اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف سره د مالديپ دفاع وزير آدم شريف عمر د نهې پھ ورځ په جنرل هېډكواټرز كښې ليدلي۔د ملاقات پھ مهال د شريكې خوښې چارو پشمول په سيمه ايزې امنيتي او د دفاعي مرستې په چارو خبرې اترې وشوې۔د آئي اېس پي آر له مخې د مالديپ دفاع وزير په ضرب عضب عملياتو كښې د پاك پوځ كاميابۍ وستائېلې او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ئې د پاكستاني امنيتي ځواكونو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړه۔د دې څخه وړاندې جي اېچ كيو ته په راتګ خاص مېلما د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د پاك پوځ چټك ډلې ده ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔

مزید خبریں