پاکستان سره ستراتېژك شراكتدارۍ ته د قدر په سترګه ګورو۔ د امريكې خارجه محكمه

واشنګټن 03 فروري (اے پي پي) د امريکې خارجه محكمې وئيلي دي امريکا پاکستان سره ستراتېژك شراكتدارۍ ته د قدر په سترګه ګوري او په دې خبره زور رواړي چې يو هېواد لپاره هم د امريكې او چين د انتخاب كوم شرط نشته۔ د امريکې خارجه محكمې وياند نېډ پرائس تېره ورځ خبريالانو سره د خبرو په مهال د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل مونږ دا خبره په بشپړه توګه واضح كړې چې په ګرده نړۍ كښې يو هېواد لپاره دا شرط نشته چې ھغوي په امريكا او چين كښې د يو هېواد انتخاب وكړي۔ وياند ووئيل زما دا خيال دے چې امريکې سره د همكارۍ ګټې زياتې دي كوم چې هېوادونو ته په عامه توګه په دا ډول شراكتدارۍ نه ترلاسه كېږي لكه د څنګه شراكتدارۍ چې چين ګرده نړۍ كښې د ترلاسه كولو هڅې كړي۔ ده ووئيل پاکستان د امريکې ستراتېژك پارټنر دے٬ زمونږ د پاكستان حكومت سره يوه مهمه رشته ده او دا يوه داسې رشته ده كومې ته چې مونږ په يو شمېر ډګرونو اهميت وركوٶ او ورته د قدر په سترګه ګورو