افغان حکومت په نړيواله كچه تسليم كېدو ته نزدې دې٬ امريكا دې د انساني بحران لاره نيولو لپاره كنګل كړې شوې اثاثې بحال كړي۔ د افغان خارجه وزير مركه

کابل 03 فروري (اے پي پي) د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي وئيلي دي چې افغان حکومت په نړيواله كچه تسليمېدو ته نزدې دې خو افغان واكمن به په خپلو شرائطو كښې رعايتونه ترلاسه كولو ته ترجيح وركوي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د اوسلو مذاکرات څخه د ستنېدو نه پس تېره ورځ خپلې وړومبۍ مركه كښې ده په امريكا ټېنګار وكړٶ چې امريكا دې د انساني …

کابل 03 فروري (اے پي پي) د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي وئيلي دي چې افغان حکومت په نړيواله كچه تسليمېدو ته نزدې دې خو افغان واكمن به په خپلو شرائطو كښې رعايتونه ترلاسه كولو ته ترجيح وركوي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د اوسلو مذاکرات څخه د ستنېدو نه پس تېره ورځ خپلې وړومبۍ مركه كښې ده په امريكا ټېنګار وكړٶ چې امريكا دې د انساني بحران لاره نيولو لپاره كنګل كړې شوې اثاثې بحال كړي۔ ده ووئيل د افغانستان نوې واكمن په ورو ورو په نړيواله كچه تسليمېږي او افغان حكومت په نړيواله كچه تسليمېدو عمل ته نزدې دې۔ ده ووئيل دا زمونږ او د افغان اولس حق دے او دې لپاره به مونږ خپلې هڅې تر ھغه وخته جاري ساتؤ تر څو چې مونږ خپل حق ترلاسه كړې نه وي۔ ده ووئيل افغان حکومت نړيوالې ورورولۍ سره په فعاله رابطو كښې دې كومه چې د افغان حكومت زياتېدونكي توثيق پلو ښكاره اشاره ده۔ افغان خارجه وزير ووئيل نړيواله ورورولي مونږ سره تړون لرلو كښې خوښي لري او مونږ په دې كښې په زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كړې دي

مزید خبریں