افغانستان ٬ د كوچنيانو په يو مهم روغتون كښې كارډيك سرجيكل يونټ پرانستلې شو

کابل۔2فروری(اے پی پی) د افغان عبوري حكومت د روغتيا وزارت په كابل كښې د كوچنيانو په يو مهم روغتون كښې د كارډيك سرجيكل يونټ پرانسته وكړه۔ د غېر ملكي خبر رسنې ادارې لمخې د روغتيا دوهم وزير عبد الباري عمر په خپل يو ټويټ كښې وئيلي چې يو سفارتي ضلع وزير اكبر خان په اندرا ګاندھي چلډرن روغتون كښې د سرجيكل يونټ پراسنته كړې۔ هغه ووئيل هغه ګران عمليات كوم به چې په بهر هېوادونو كښې كېدل اوس به په افغانستان كښې كېږي۔ هغه ووئيل مونږ به دا يونټ لا قوي كولو سره خپل اولس ته د معياري روغتيا نورې آسانۍ هم وركړؤ۔ د ملګرو ملتونو د كوچنيانو فنډ (یونیسیف) لمخې د تېر كال دسمبر مياشت كښې په افغانستان كښې په مجموعي توګه 135 كوچنيان د نمونيا او د خوراك كمي د لاسه مړه شوي وو۔ بلخوا یونیسیف افغانستان كښې د بشري ضرورتونو ترسره كولو له د 2 بلين امريكائي ډالرو فنډ اپيل كړې دې۔