اسلام آباد ۔ 29 مئی (اے پی پی) د تجارت وفاقی وزیر انجینئر خرم دستګیر خان وئيلي دي د پاكستان مسلم ليګ نون حكومت چې كله هم اقتدار ترلاسه كړې هېواد پرمختګ كړې۔ هېواد څخه د توان ستونزې ختمولو له شپه او ورځ هڅې كوؤ۔ ډېر زر به هېواد څخه د تيرو ختمېدل باوري كړې شي۔ د ګل په ورځ نجی ټی وی چېنل پروګرام كښی د خيالاتو څرګندونې په …
د پاكستان مسلم ليګ نون حكومت چې كله هم اقتدار ترلاسه كړې هېواد پرمختګ كړې

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 29 مئی (اے پی پی) د تجارت وفاقی وزیر انجینئر خرم دستګیر خان وئيلي دي د پاكستان مسلم ليګ نون حكومت چې كله هم اقتدار ترلاسه كړې هېواد پرمختګ كړې۔ هېواد څخه د توان ستونزې ختمولو له شپه او ورځ هڅې كوؤ۔ ډېر زر به هېواد څخه د تيرو ختمېدل باوري كړې شي۔ د ګل په ورځ نجی ټی وی چېنل پروګرام كښی د خيالاتو څرګندونې په مهال ووئيل په تېرو 4 كلونو كښې دا ثابت شوې چې د وزیراعظم محمد نواز شریف په دور كښې ګراني كنټرول شوې او په عام وګړي بې ځايه ټېكسونه هم لګولې شوې نه وي۔ ده ووئيل موجوده حكومت د كركيلې څانګې پياوړتيا ته هم خاص پاملرنه كړې۔ او هم دا سوب دے چې د تېر كال په مقابله كښې د كركيلې څانګه كښې هم 3 فيصده ښه والې راغلې او دا به راروان كال كښې لا ښه شي۔ ده ووئيل هېواد څخه د توان ستونزې ختمولو له شپه او ورځ هڅې كوؤ۔ ډېر زر به هېواد څخه د تيرو ختمېدل باوري كړې شي۔ ده ووئيل په كال 2013ﺀ كښې چې مونږ حكومت جوړ كړو نو په هېواد كښې د 16,16 ساعتونو نه زيات لوډشېډنګ كېدو ولې زمونږ د حكومت غوره ګامونو په سوب دې كښې ښكاره كمې شوې۔ صنعتي زونز ته د كوم ځنډ نه غېر پرله پسې برېښنا وركولې شي۔ ده ووئيل د وفاقي وزير خواجه محمد آصف ښكاره دريځ دے چې كومو سيمو كښې برېښنا غلا كېږي دوئي ته به برېښنا وركولې نه شي۔ ولې سره ددې د رمضان مباركې مياشتې په سوب ټولو اولس ته د ربرېښنا وركولو له هڅې كوؤ۔ ده ووئيل دا مهال هېواد كښې د سرمايه كاۍ شرح هم د تېرو حكومتونو په مقابله كښې ښه شوې او هره څانګه پرمختګ كوي۔ خرم دستګیر خان ووئيل زمونږ مشرتابه د اولس په خذمت باور لري او د نورو په شان تشې خبرې نه بلكې عملي ګامونه پورته كوي دغسې چې اولس ته ريليف وركړې شي۔








