د وزیراعظم په مشرۍ كښې د پرمختيائي پروژو پیشرفت جاج اخستو په اړه غونډه

اسلام آباد 29 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د کار معیار او په شفافیت سمجھوته كولو نه غير د پرمختيائي پروژې په وخت بشپړولو سپارښتنه كړي۔ ده د ګل په ورځ د بيل پرمختيائي پروژو او په خاص توګه هېواد كښې د سترو لارو او موټرویز او تر اسلام آباد نوي هوائي ميدان میټرو لنك جوړولو په اړه د پیشرفت جاج اخستو غونډي مشري كوله۔ د اېف …

اسلام آباد 29 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د کار معیار او په شفافیت سمجھوته كولو نه غير د پرمختيائي پروژې په وخت بشپړولو سپارښتنه كړي۔ ده د ګل په ورځ د بيل پرمختيائي پروژو او په خاص توګه هېواد كښې د سترو لارو او موټرویز او تر اسلام آباد نوي هوائي ميدان میټرو لنك جوړولو په اړه د پیشرفت جاج اخستو غونډي مشري كوله۔ د اېف ډبلیو او ډائریکټر جنرل او د این ایچ اے چیئرمېن ټول هېواد كښې د روانو سترو لارو او موټرویز بيلو پروژو په اړه وزيراعظم ته بریفنګ وركړو۔ وزیراعظم ووئيل سړكونه او موټرویز د لري پرتو سيمو وګړو له تر ښارونو رسنه وركوي او دې سره به د هېواد معیشت ته وده ترلاسه شي او د روزګار موقعې به هم پيدا شي۔ غونډه كښې د اېف ډبلیو او ډائریکټر جنرل د این ایچ اے چیئرمېن او د اسلام آباد میئر هم ګډون كولو

مزید خبریں