مکہ مکرمه ۔28جنوری(اے پی پی) د مسجد الحرام نوموړې عالم شېخ ابو زكريا عظيم آبادي په حق رسېدلې۔ د سعودی خبر رسنې ادارې لمخې د حرمېن شريفېن انتظاميې لخوا په جاري كړې شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د حق رسېدلي نوموړي عالم دين شېخ ابو زكريا پوره نامه شېخ ابو زكريا ېحيی بن الشېخ عثمان بن الحسېن عظيم آبادي مكي وه٬ هغه د 70 كالو نه د مسجد …
د مسجد الحرام نوموړې عالم شېخ ابو زكريا عظيم آبادي په حق ورسېد

مزید خبریں
مکہ مکرمه ۔28جنوری(اے پی پی) د مسجد الحرام نوموړې عالم شېخ ابو زكريا عظيم آبادي په حق رسېدلې۔ د سعودی خبر رسنې ادارې لمخې د حرمېن شريفېن انتظاميې لخوا په جاري كړې شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د حق رسېدلي نوموړي عالم دين شېخ ابو زكريا پوره نامه شېخ ابو زكريا ېحيی بن الشېخ عثمان بن الحسېن عظيم آبادي مكي وه٬ هغه د 70 كالو نه د مسجد الحرام په دلانونو كښې د استاد او د واعظ په حېث علمي او ديني درسونه وركول ٬ د اونۍ اوو واړه ورځې به ئې درس وركولو۔ د حرمېن شریفېن انتظامیې وئيلي دي چې شېخ ابو زكريا د كال 1377ھ/ 1957 څخه تر 1390ھ/ 1970 په دار الحديث الخېريه كښې مدرس پاتې شوې وو۔ وروستو شېخ عبد الله بن حميد دوئي ته په الحرم المكي كښې د تدريس ذمه وارۍ سپارلې وې۔ انتظامیې وئيلي چې شېخ ابو زكريا به د اسلامي عقائدو ٬ احاديث مباركه ٬ تفسير او فقه درسونه وركول۔ د هغه په لاس يو شمېر علماﺀ كرام تيار شول۔ په هغوي كښې ځينې هغه دي كوم چې د مسجد الحرام په سكولونو كښې تعليم وركوي۔ د حرمېن شریفېن انتظامیې د شېخ ابو زكريا په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره هغه ته په غوره ټكو كښې د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې دي۔










