د قازقستان د پخواني اولس مشر په سلامتي كونسل كښې تاحيات چيئرمېن شپ منسوخ كړے شو

نور سلطان 27 جنوري (اے پي پي) د قازقستان پارلمان او سېنېټ د زيارت په ورځ د هېواد په سلامتي كونسل او په اولسي اسمبلۍ كښې د پخواني اولس مشر نور سلطان نظربايف تاحيات چيئرمېن شپ منسوخ كولو پرېكړه كړې۔ د چين خبر رسنې ادارې د قازقستان د خپرونو ادارې پحقله وئيلي دي د قازقستان د پارلمان ايوان بالا د نورسلطان نظربايف د سلامتي كونسل د تاحيات چيئرمېن شپ منسوخ …

نور سلطان 27 جنوري (اے پي پي) د قازقستان پارلمان او سېنېټ د زيارت په ورځ د هېواد په سلامتي كونسل او په اولسي اسمبلۍ كښې د پخواني اولس مشر نور سلطان نظربايف تاحيات چيئرمېن شپ منسوخ كولو پرېكړه كړې۔ د چين خبر رسنې ادارې د قازقستان د خپرونو ادارې پحقله وئيلي دي د قازقستان د پارلمان ايوان بالا د نورسلطان نظربايف د سلامتي كونسل د تاحيات چيئرمېن شپ منسوخ كړے ۔ ده ووئيل تېره اوونۍ كښې لاندې ايوان هم دا پرېكړه كړې وه او د دې نه پس د بالا ايوان نمائندګانو په مهمو خارجه او د هېواد په پاليسيو د نظر بائيف څخه د مشاورت نه كولو تجويز وركړے ٶ

مزید خبریں