سعودي عربستان او تھائي لېنډ دوه اړخيزه سفارتي اړيكې بحال كړې

رياض 27 جنوري (اے پي پي) سعودي عربستان او تھائي لېنډ د درېو لسيزو راهسې د التوا ښكار اړيكو يو وارې بيا د بحالولو اعلان كړے۔ د فرانس خبر رسنې ادارې د دواړو هېوادونو لخوا د جاري مشتركه بيان په اړه وئيلي دي دا تاريخَي ګام د شريك باور او د دوستۍ اړيكو بحالۍ لپاره په مختلف كچه د اوږدو هلو ځلو نتيجه ده او دواړو هېوادونو په نزدې سباٶن …

رياض 27 جنوري (اے پي پي) سعودي عربستان او تھائي لېنډ د درېو لسيزو راهسې د التوا ښكار اړيكو يو وارې بيا د بحالولو اعلان كړے۔ د فرانس خبر رسنې ادارې د دواړو هېوادونو لخوا د جاري مشتركه بيان په اړه وئيلي دي دا تاريخَي ګام د شريك باور او د دوستۍ اړيكو بحالۍ لپاره په مختلف كچه د اوږدو هلو ځلو نتيجه ده او دواړو هېوادونو په نزدې سباٶن كښې د خپلو سفيرانو تعيناتولو ته هم صلاح يوه كړې۔ د تھائي لېنډ وزيراعظم پرايوت چان دا مهال د سعودي عربستان په دوره دے او د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره د ملاقات نه پس دوي د سفارتي اړيكو د بشپړه بحالۍ اعلان كړے۔ د يادونې وړ ده د تهائي لېنډ يو چوكيدار کريانګ کرائي ټيچامونګ په كال 1989 كښې د سعودي شهزاده د كور نه د 20 ملين ډالره ماليت قېمتي جواهرات غلا كړي وو۔ دغې نه وروستو د “بليو ډائمنډ افېئر” په نامه د دواړو هېوادونو ترمېنځه شخړه رامخې ته شوې وه چې په سبب ئې تر دريو لسيزو د دواړو هېوادونو اړيكې معطل وې

مزید خبریں