د چين مستقل استازي افغانستان سره د لا بشري او اقتصادي مرستې كولو غوښتنه

ملګري ملتونه ۔27جنوری(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل استازي ژانګ جون افغانستان سره د لا بشري او اقتصادي مرستې كولو غوښتنه كړې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې ژانګ جون د افغانستان په صورتحال د سلامتي كونسل غونډې ته خطاب كښې ووئيل چين نړيوالې ورورلۍ څخه په سمدستي توګه افغانستان لپاره د نورې انساني او اقتصادي مرستې غوښتنه كوي دغسې چې افغان اولس ته پېښې …

ملګري ملتونه ۔27جنوری(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل استازي ژانګ جون افغانستان سره د لا بشري او اقتصادي مرستې كولو غوښتنه كړې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې ژانګ جون د افغانستان په صورتحال د سلامتي كونسل غونډې ته خطاب كښې ووئيل چين نړيوالې ورورلۍ څخه په سمدستي توګه افغانستان لپاره د نورې انساني او اقتصادي مرستې غوښتنه كوي دغسې چې افغان اولس ته پېښې ستونزې لرې كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔هغه ووئيل 95 فیصده افغان كورنۍ د خوراك نه محرومه ٬ 10 لكه نه زيات كوچنيان د خوراك كمي او 23 ملينه وګړي د قحط صورتحال سره مخ دي۔ هغه ووئيل دې شرحې سره به د روان كال تر نيمائي د افغان آبادۍ 97 فيصده برخه بې وزله شي او د ورځې په 2 امریکائي ډالره د ګزارې كولو به قابله پاتې نه شي۔ هغه ووئيل په دې ستونزه هوارولو كښې كوم قانوني ركاوټ نشته دا يوه سياسي مسئله ده او د دې دلاسه د 38 ملين افغان وګړو ژوند خطر سره مخ شوې دې كوم چې مرستې ته سخته اړتيا لري۔ هغه ووئيل چين افغانستان سره مالي مرسته لټولو له د نړيوال بېنك او د نورو نړيوالو ادارو د هڅو هركلې كوي۔ په دې موقعه هغه د افغانستان د اثاثو پرانستلو او د افغانستان په ضد د لګولې شويو يو اړخيزه بندېزونو په سمدستي توګه د پورته كولو په حاجت زور راوړو

مزید خبریں