حسېن نواز د پانامه معاملې پلټنيو له په عدالتي حكم جوړې كړې شوې شريكې تحقيقاتي ډلې ته وړاندې شو۔ مسلم ليګ (ن) د آئيني ادارو احترام كوي او د قانون په سرلوړۍ باور لري۔ دانيال عزيز

اسلام آباد ۔ 28 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم محمد نواز شريف برخوردار حسېن نواز د پانامه معاملې پلټنيو له په عدالتي حكم جوړې كړې شوې شريكې تحقيقاتي ډلې ته وړاندې شو۔ دده وېنا وه چې زه د خپل وكيل سره شريكې تحقيقاتي ډلې ته وړاندې شوې يم او خپل دريځ مې وړاندې كړې۔ مسلم ليګ (ن) د آئيني ادارو احترام كوي او د قانون په سرلوړۍ باور لري۔ …

اسلام آباد ۔ 28 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم محمد نواز شريف برخوردار حسېن نواز د پانامه معاملې پلټنيو له په عدالتي حكم جوړې كړې شوې شريكې تحقيقاتي ډلې ته وړاندې شو۔ دده وېنا وه چې زه د خپل وكيل سره شريكې تحقيقاتي ډلې ته وړاندې شوې يم او خپل دريځ مې وړاندې كړې۔ مسلم ليګ (ن) د آئيني ادارو احترام كوي او د قانون په سرلوړۍ باور لري۔ دانيال عزيز د اتوار په ورځ حسېن نواز د جے آئي ټي لخوا د يوې ورځې په مختصر نوټس فېډرل جوډیشل اکېډمۍ ته وړاندې شوې او او شريكې تحقيقاتي ډلې ته ئې خپل دريځ وړاندې كړو۔ په دې مهال ده سره دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدری، دانیال عزیز او د حنيف عباسي په شمول د مسلم ليګ (ن) لوئے شمېر لارښود موجود وو۔ ميډيا سره مختصرو خبرو كښې حسېن نواز شريف ووئيل زه خپل وكيل سره شريكې تحقيقاتي ډلې ته وړاندې شوم او خپل دريځ مې وړاندې كړو۔ نه خو ماته كومه سوالنامه راكړې شوه او نه د جے آئی ټی لخوا د دستاوېزاتو كوم فهرست راكړې شو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښی دانيال عزيز ووئيل د حسېن نواز شريكې تحقيقاتي ډلې ته وړاندې كېدل د دې خبرې ثبوت دے چې مسلم لیګ (ن) د آئینی ادارو ډېر احترام كوي او هغه ټول عمري د قانون په سرلوړۍ باور لري۔ ده ووئيل عمران خان په كال 2014 كښې د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت مفرور ګرځولې او د درې كاله مودې تېرېدو باوجود هغه عدالت ته وړاندې شوې نه دے۔ دې سره سره عمران خان د آئيني ادارو په ضد ناوړه ژبه كاروي۔ په دې مهال حنيف عباسي ووئيل حسېن نواز شريف خو جے آئي ټي ته وړاندې شو اوس به عمران خان له د نهې په ورځ خپل مني ټرېل وركول وي۔

مزید خبریں