كابل 25 جنوري (اے پي پي) د افغانستان چيف آف سټاف مولوي احمد جان احمدي او د ملګرو ملتونو د مرستندويه مشن ﴿يو اېن اے اېم اے﴾ د مشرې مونيكا مارټينز ترمېنځه په كابل كښې ملاقات شوے. د ملاقات په مهال په هېواد كښې د قانون نفاذ او د بدعنوانې په ضد په مبارزه خبرې وشوې. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د افغان دولت لخوا د نهې په …
د افغانستان چيف آف سټاف مولوي احمد جان احمدي او د ملګرو ملتونو د مرستندويه مشن د مشرې ترمېنځه ملاقات

مزید خبریں
كابل 25 جنوري (اے پي پي) د افغانستان چيف آف سټاف مولوي احمد جان احمدي او د ملګرو ملتونو د مرستندويه مشن ﴿يو اېن اے اېم اے﴾ د مشرې مونيكا مارټينز ترمېنځه په كابل كښې ملاقات شوے. د ملاقات په مهال په هېواد كښې د قانون نفاذ او د بدعنوانې په ضد په مبارزه خبرې وشوې. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د افغان دولت لخوا د نهې په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د ملاقات په مهال د افغانستان چيف آف سټاف مولوي احمد جان احمد ووئيل چې د قانون نفاذ او د بدعنوانې خاتمه د امارت اسلاميه په مهمو ذمه وارو كښې شامله ده. په دې موقع مونيكا مارټينز ووئيل چې د افغانستان صورتحال بدل شوے او نړيواله اداره په دې ځان خبرول غواړي چې افغانستان د ملګرو ملتونو څخه كومه توقع لري.










