راروان مالي كال لپاره بېل كړې شوي بجټ څخه به د بنيادي اډانې ٬ توان ٬ كركيلې او صنعتي پرمختګ كښې مرسته ترلاسه شي۔ چې ورسره به پاكستان د نړۍ لوئے معاشي قوت جوړ شي۔ د اتومي چاؤدنو څخه 19 كاله وروستو وزیراعظم محمد نواز شریف پاکستان د نړۍ معاشي قوت جوړولو له هڅې كوي۔ سی پېک به پاکستان د نړيوال تجارت مركز جوړ كړي۔ په ون بېلټ ون روډ منصوبه د يو کھرب ډالر څخه د زياتې چيني سرمايه كارۍ سره به د سيمې نورو هېوادونو په مقابله كښې پاكستان ته زياتې معاشي ګټې ترلاسه شي۔ اېګرېكلچرل اېكسپورټ لپاره د اېف پي سي سي آئي قائمه كمېټۍ چيئرمېن احمد جواد د يوم تكبير په اړه اے پي پي سره خبرې

اسلام آباد ۔28 مئی (اے پی پی) اېګرېكلچرل اېكسپورټ لپاره د اېف پي سي سي آئي قائمه كمېټۍ چيئرمېن احمد جواد وئيلي دي 1998ء كښې د هند د اتومي چاؤدنو څخه وروستو سره د نړيوال فشار او مالي ترغيباتو وزیراعظم محمد نواز شریف په 28 مئی 1998ء ضلع چاغی كښې کامیابې اتومي چاؤدنې كولو سره پاكستان داتومي هېوادونو په صف كښې شامل كړو چې ورسره پاكستان ته د اسلامي نړۍ …

اسلام آباد ۔28 مئی (اے پی پی) اېګرېكلچرل اېكسپورټ لپاره د اېف پي سي سي آئي قائمه كمېټۍ چيئرمېن احمد جواد وئيلي دي 1998ء كښې د هند د اتومي چاؤدنو څخه وروستو سره د نړيوال فشار او مالي ترغيباتو وزیراعظم محمد نواز شریف په 28 مئی 1998ء ضلع چاغی كښې کامیابې اتومي چاؤدنې كولو سره پاكستان داتومي هېوادونو په صف كښې شامل كړو چې ورسره پاكستان ته د اسلامي نړۍ اولني اتومي هېواد جوړېدو درناوې ترلاسه شو۔ د اتومي چاؤدنو څخه 19 كاله وروستو وزیراعظم محمد نواز شریف پاکستان د نړۍ معاشي قوت جوړولو له هڅې كوي۔ د اتوار په ورځ د يوم تكبير په اړه’’ اے پی پی‘‘ سره خپلو خبرو كښې احمد جواد ووئيل د يو ذمه وار اتومي قوت په حېث پاكستان له به د خپل هېواد پنګو څخه استفاده كولو سره دا معاشي مركز جوړلو له خپل ټول صلاحيتونه كارول وي۔ ده ووئيل د يو قام په حېث دا زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې هېواد معاشي قوت جوړولو له د حكومت روانو هڅو او د وزیراعظم محمد نواز شریف د ويژن مرسته وكړو۔ دغسې چی پاكستان مضبوط رياست جوړولو سره د اولس اسانۍ زياتولو او د بې وسۍ كمولو كښې خپل كردار ترسره كړې شوؤ۔ ده ووئيل سی پېک به پاکستان د نړيوال تجارت مركز جوړ كړي۔ په ون بېلټ ون روډ منصوبه د يو کھرب ډالر څخه د زياتې چيني سرمايه كارۍ سره به د سيمې نورو هېوادونو په مقابله كښې پاكستان ته زياتې معاشي ګټې ترلاسه شي۔ ده ووئيل سي پېك د مسلم ليګ (ن) حكومت لويه كاميابي ده چې ورسره به د پاكستان سړي سر آمدني زياته شي او د اولس په ژوند كښې به بدلون راشي۔ ده ووئيل د سي پېك په سوب د ټولې نړۍ سرمايه كارو پام پاكستان ته شوې او د ون بېلټ ون روډ منصوبې سره به د نړۍ 65 نه زيات هېوادونو سره تجارتي اړيكو ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل ون بېلټ ون روډ منصوبه كښې شریک 65 هېوادونه د نړۍ د مجموعي پېداوار (جی ډی پی) 40 فیصد حصه دار دي۔ احمد جواد نے د سی پېک په اړه د هند اندېښنې رد كولو سره ووئيل دې سره به ګاونډي هېوادونو سره زمونږ اړيكې له ښه شي۔ ده ووئيل هند بايد سي پېك د يوې معاشي منصوبې په توګه ومني او پاكستان سره خپلې شخړې هوارولو له مذاكرات وكړي۔ ده ووئيل ګوادر بندرځائې څخه به خليجي هېوادونه هم استفاده كوي۔ چې ورسره به د متحدہ عرب امارات او چین ژنګ جیانګ بندر ځايونو ترمينځھ مسافت 1500 کلومیټر كم شي۔ ده ووئيل د ګوادر بندر ځائې خخه به يوازې پاكستان او چين استفاده نه كوي بلكې دې څخه به د منځنۍ آسيا او منځني ختيز په شمول د افريقې هېوادونه هم ګټه پورته كړي۔ ده ووئيل اوسنې بجټ د وزیراعظم محمد نواز شریف د ويژن عكاسي كوي كوم كښې چې پرمختيائي خرڅونو كښې ښكاره زياتوالې شوې۔ او د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل د وفاق پرمختيائي بجټ 1001 ارب روپۍ اېښودلې شوې۔ دې نه ځانله د ټولو صوبو مجموعي بجټ نه پرمختيائي بجټ 2100 ارب روپۍ زيات دے۔ ده ووئيل بجټ څخه به د بنيادي اډانې ٬ توان ٬ كركيلې او صنعتي پرمختګ كښې مرسته ترلاسه شي۔ چې ورسره به پاكستان د نړۍ لوئے معاشي قوت جوړ شي۔

مزید خبریں