لائبيريا، په عيسائي مذهبي دستوره د وسله والو بريد٬ په زغل كښې 11 كوچنيان او د اميدوارې مېرمن پشمول 29 كسان مړه شول

مونروويا 20 جنوري (اے پي پي) د لويديزې افريقې هېواد لائبيريا په پايه تخت مونروويا كښې په عيسائي مذهبي دستوره د وسله والو په بريد او زغل كښې 11 كوچنيان او د اميدوارې مېرمن پشمول 29 كسان مړه شوي۔ د برتانيې خبرې رسنې ادارې بي بي سي وئيلي دي د ځائي پوليس مشر وئيلي دي پېښه د شپې رامخې ته شوې چې پكښې بريد كوٶنكو د چاړو د لارې په مذهبي فريضه ترسره كولو بريد كړے چې په نتيجه كښې ئې 11 ماشومان او د اميدوارې مېرمن پسمول 29 كسان مړه شوي او په مرګونو كښې د اضافې اندېښنه ده