هند٬ د كرونا نور 3 لكه 17 كېسونه رامخې ته شول

نوے ډيلے 20 جنوری(اے پی پی) په هند كښې د د مورونا په تېرو 24 ساعتو كښې 3 لکه 17 زره نه زيات نوې كېسونه رامخې ته شوي۔ په دې مهال د كورونا د لاسه نور 491 كسان مړه شوي هم دي۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې د هند د روغتيا وزارت لخوا د جاري كړے شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په ګرد هېواد كښې 3 لكه 17زره 532 كسانو كښې د كورونا وائرس تصديق شوے چې ورسره د ځپليو مجموعي شمېره 3 كروړه 82 لكه نه زياته شوې ۔ په دې مهال نور 441 كسان مړه شوي هم دي او دې سره د كورونا د لاسه د مړو شوو مجموعي شمېره 4 لكه 87 زره 693 ته رسېدلې ده۔ هند كښې د كورونا وائرس د خپرېدو شرح 16.41 فیصد پاتې شوې ۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال هند كښې د كورونا وائرس نوي قسم اوميكرون 9 زره نه زيات كېسونه رپورټ شوي دي