چھتيس ګړھ ٬ هندي ځواكونو د 2 مېرمنو پشمول 5 كسان ووژل

رائے پور 20 جنوري (اے پي پي) هندي ځواكونو په چھتيس ګړھ ايالت كښې د دوو مېرمنو په شمول 5 كسان وژلي دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې هندي ځواكونو او پېرا ملټري اهلكارو په سكما ضلع كښې د يوې كارروائۍ په مهال يوه مېرمنه وژلې۔ پوليس وئيلي دي د چھتیس ګړھ او تلنګانه پولې ته نزدې ځنګلونو څخه د يوې مېرمنې او 4 سړو مړي تر لاسه شوي ۔ پوليس ادعا كړې چې دا وژلي شوي كسان د پي آئي (ماؤ سټ) ډويژنل كمېټۍ غړي وو