په هند كښې د كورونا نور 3 لكه 17 كېسونه رامخې ته شول

نوې ډيلې ۔20 جنوری(اے پی پی) په هند كښې د وژونكي وائرس قهر روان دې او د تېرو 24 ساعتو په مهال د 3 لکه 17 زره نه زيات نوې كېسونه رامخې ته شوي دي۔ په دې مهال د كورونا د لاسه نور 491 كسان مړه شوي هم دي۔ د کشمیرمیډیا سروس لمخې د هند د روغتيا وزارت لخوا د جاري كړې شويو شمېرو لمخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په ګرد هېواد كښې 3 لكه 17زره 532 كسانو كښې د كورونا وائرس تصديق شوې دې چې ورسره د ځپليو مجموعي شمېره زياتېدو سره 3 كروړه 82 لكه نه زياته شوې ده۔ په دې مهال نور 441 كسان مړه شوي هم دي او دې سره د كورونا د لاسه د مړه شويو مجموعي شمېره 4 لكه 87 زره 693 ته رسېدلې ده۔ هند كښې د كورونا وائرس د خپرېدو شرح 16.41 فیصد پاتې شوې ده۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال هند كښې د كورونا وائرس نوي قسم اوميكرون 9 زره نه زيات كېسونه رپورټ شوي دي۔