کابل۔20جنوری (اے پی پی)په افغانستان كښې وروستۍ زلزلې د اسلامي معمارۍ يو 800 كلن مينار زيانمن كړې دې٬ چارواكو د دې د ړنګېدو اندېښنه ښكاره كړې ده۔ مينار جام د افغانستان په وسطي صوبه غور كښې دې كوم چې د ملګرو ملتونو د يونېسكو ادارې د نړيوالې كلتوري ورثې په فهرست كښې شامل كړې دې۔ دې مينار د تېر ګل په ورځ د راغلې زلزلې نه وړاندې زيات مرمت ته …
افغانستان – د زلزلې د لاسه د 800 كلن مينار جام ړنګېدو خطر رامخې ته شوې
کابل۔20جنوری (اے پی پی)په افغانستان كښې وروستۍ زلزلې د اسلامي معمارۍ يو 800 كلن مينار زيانمن كړې دې٬ چارواكو د دې د ړنګېدو اندېښنه ښكاره كړې ده۔ مينار جام د افغانستان په وسطي صوبه غور كښې دې كوم چې د ملګرو ملتونو د يونېسكو ادارې د نړيوالې كلتوري ورثې په فهرست كښې شامل كړې دې۔ دې مينار د تېر ګل په ورځ د راغلې زلزلې نه وړاندې زيات مرمت ته اړتيال لرله۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې لمخې د غور ولايت د اطلاعاتو او كلتور مشر عبد الحي زمين وئيلي چې د زلزلې د لاسه مينار جام كوم چې 65 ميټره لوړ دې لا كمزورې شوې دې۔ د دې ځينې خښتې بهر راوتلې دي او مينار ټيټ شوې دې۔ هغه ووئيل كه دې ته خصوصي پاملرنه ونكړې شوه نو دا به پرېوزي۔ مینار جام په 12 مه پېړۍ كښې د سلطان غیاث الدین په دور كښې جوړ كړې شوې وو۔ دا مينار په كال 2002 كښې د يونېسكو د نړيوال كلتوري ورثې په فهرست كښې شامل كړې شوې وو۔











