چھتيس ګړھ ٬ هندي ځواكونو د 2 مېرمنو په شمول 5 كسان ووژل

رائے پور۔19جنوری(اے پی پی) هندي ځواكونو په چھتيس ګړھ رياست كښې د دوه مېرمنو په شمول 5 كسان وژلي دي۔ د كشمير ميډيا سروس لمخې هندي ځواكونو او پېرا ملټري اهلكارو په سكما اولسوالۍ كښې د يوې كارروائۍ په مهال يوه مېرمنه مړه كړه۔ پوليس وئيلي چې د چھتیس ګړھ او تلنګانه پولې ته نزدې ځنګلونو څخه د يوې مېرمنې او 4 سړو مړي تر لاسه شوي دي۔ پوليس ادعا كړې چې دا وژلي شوي كسان د پي آئي (ماؤ سټ) ډويژنل كمېټۍ غړي وو۔