اسلامي نړۍ بايد افغان حكومت په رسمي توګه تسليم كړي٬ د طالبان وزيراعظم غوښتنه

کابل۔19جنوری(اے پی پی)د افغانستان عبوري وزيراعظم محمد حسن اخوند له نړیوالو حکومتونو او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو غوښتنه كړې ده چې هغوي دې د افغانستان حكومت په نړيواله كچه په رسمي توګه تسليم كولو سره افغان حكومت تسليم كوؤنكي اولني هېواونه جوړ شي۔ د فرانسيسي رسنيو ادارې له مخې هغه دا غوښتنه په پلازمينه كابل كښې يو خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ هغه ووئيل زه د اسلامي نړۍ نه غوښتنه كوم چې هغه په افغانستان كښې په لويه كچه د رامخې ته شوي اقتصادي بحران مخنيوي له افغان حكومت د نورو هېوادونو نه وړاندې په نړيواله كچه په رسمي توګه تسليم كړي۔ هغه هيله ولرله چې دې سره به مونږ تندۍ سره د پرمختګ كولو جوګه شؤ۔ بلخوا د سعودي خبر رسنې ادارې لمخې په كنفرنس كښې وزيراعظم او د طالبان انتظاميې او د ملګرو ملتونو چارواكو ګډون وكړو۔ افغان وزير اعظم او د انتظاميې نورو چارواكو خواست وكړو چې د افغانستان اثاثې دې بحال كړې شي ولې چې په هېواد كښې مخ په زياتېدونكې اقتصادي بحران د اثاثو د ګنګل كېدو له امله دې۔ وزيراعظم ووئيل چې د لنډې مودې مرسته د مسئلو كوم حل نه دے له دې بلكې مونږ له به يوه داسې لاره لټول وي چې ورسره مسئلې په بنيادي توګه حل كړې شي۔