پاكستان سره په تجارت كښې د كال 2021 په مهال ريكارډ اضافه وشوه٬ چين

بیجنګ۔19جنوری(اے پی پی) چین وئيلي دي چې پاكستان سره په تجارت كښې د كال 2021ﺀ په مهال ريكارډ اضافه شوې۔ د چين د ابلاغ ذريعو د خارجه وزارت وياند او كسټم څانګې د شمېرو حوالې سره وئيلي دي چې په پاک چائنه دوه اړخيزه تجارت كښې د تېر كال 2021 په مهال ريكارډ اضافه وشوه۔ د كال 2020 په مقابله كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د برآمداتو او درآمداتو په حجم كښې په مجموعي توګه 59.1 فیصده اضافه ريكارډ كړې شوه۔ په دې مهال په كلن بنياد د برآمداتو شرح 57.8 فیصده او د درآمداتو 68.69 فیصد زياته پاتې شوه۔ دې سره سره د اقتصادي زونز په جوړېدو پاكستان ته د چين په شمول نورو هېوادونو ته د سامان برآمد كولو كښې هم مرسته ترلاسه شوې ده