د ملګرو ملتونو لخوا په افغانستان كښې د زلزلې نه وروسته د مرستې عمليات روان دي

ملګري ملتونه ۔19جنوری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو لخوا په افغانستان كښې د زلزلې نه وروسته د مرستې عمليات روان دي۔ د چينائي رسنيو لمخې د ملګرو ملتونو د بشري رابطو دفتر لخوا په جاري كړې شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د افغانستان د بادغيس ولايت په قاديس اولسوالۍ كښې د 5.3 شدت زلزلې په نتيجه كښې د سوؤنو په شمېر كورونه ويجاړ ٬ 26 كسان مړه او 4 ژوبل شوي دي۔ او سي اېچ اے وئيلي چې د زلزلې نه وړاندې شويو بارانونو كچه كورونه زيات زيانمن كړي چې له امله ئې خلق د خپلواكو كورونو ته په كډه كولو مجبور دي۔ د او سي اېچ اے په مشرۍ كښې د مرستې ډله د نورو مرستيالو ادارو سره په ګډه زلزله ځپليو ته د خوراك څيزونه٬ د اوبو صفا كولو ګولۍ ٬ د حفظان صحت كټس او صفا اوبه وركوي۔